Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې هټۍوالو په کلدارو د راکړې ورکړې نه کولو پرېکړه کړې ده

ښرنه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۱): د پکتیکا د هټۍوالو ټولنه وايي، له ولایتي ادارې سره په همغږۍ یې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به راکړه ورکړه په افغانیو کوي، که څوک سرغړونه وکړي نو دوکان به یې تړل کېږي او حکومت ته به نغدي جریمه ورکوي.

د یادې ټولنې مشر حاجي اکبر پژواک خبري اژانس ته وویل، هیڅ دوکاندار به پېر او پلور له افغانیو پرته پر نورو اسعارو نه کوي.

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت د هټۍوالو ټولنې له ولایتي ادارې سره په ګډه یو کمېسیون جوړ کړی چې په راس کې یې ښاروالي ده او دوی به دغه بهیر څاري.

د نوموړي په خبره، کوم هټۍ‌وال چې له شوې پرېکړې سرغړونه کوي د ښاروالۍ ریاست له لوري جریمه او دوکان یې تړل کېږي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې د دې پرېکړې په عملي کولو کې مرسته وکړي او له دوکاندرانو دې توکي په افغانیو اخلي.

حاجي اکبر یادونه وکړه چې په دې تړاو یې د افغانستان بانک له مسوولینو سره هم خبرې کړې او هغوی ډاډ ورکړی چې بازار ته به کافي اندازه افغانۍ عرضه کوي.

په خپله دوکانداران هم وايي چې که افغانۍ مروجې شي او پر کلدارو بندیز ولګي، نو دوی به له مالي زیانونو وژغورل شي.

د مرکز ښرنې یوه هټۍ‌وال الله‌نور پژواک ته وویل: «موږ په کابل کې توکي په افغانیو اخلو خو دلته یې خلک په کلدارو راڅخه پېري، دا چې کلدارې په دې وروستیو کې ثبات نه لري نو تل زیان وینو.»

د عبدالقدیر په نوم بل هټۍوال وايي، دغه پرېکړه دې په مرکز ښرنې او ولسوالیو کې یو شان عملي شي څو پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوی په بشپړه توګه وشي.

د ښرنې ښاروالۍ رییس ناصر هلال وايي، پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه یې د دوکاندارانو او صرافانو له اتحادیو سره وخت په وخت ناستې کړې او خلکو ته یې پوهاوی هم ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «نور به ټول دوکانداران که هغه تېل فروشان وي او یا په ښار کې هر رنګ کاروبار لري، را کړه ورکړه به یوازې په افغانیو کوي، که څوک سرغړونه وکړي، د جریمې ترڅنګ به یې کاروبار تړل کېږي.»

نوموړی وايي، مخکې د دغسې پرېکړو پر مهال خلکو د افغانیو د کمښت خبره کوله خو اوس دا ستونزه هواره شوې ده؛ د ښرنې ښار بانکونو او صرافیو ته ډاډ ورکړی چې د اړتیا په اندازه افغانۍ بازار ته وړاندې کولای شي.

د یادونې ده، له دې وړاندې هم په وار وار د افغانیو دودولو او پر کلدارو یا په ټوله کې پر بهرنیو اسعارو د پېر پلور بندیزونه لګول شوي چې پایلې یې نه دي ورکړي خو چارواکي وايي، دا ځل دغه پرېکړه په جدیت عملي کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.