ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د برېښنا عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي

د کابل ښار د برېښنا عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
25 Feb 2023 - 14:50
د کابل ښار د برېښنا عواید د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
25 Feb 2023 - 14:50

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د روان لمریز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې په کابل کې د برېښنا له درکه څه باندې ۱۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.

د یاد شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال کې په کابل کې په ټولیز ډول د برېښنا له درکه ۹.۶ میلیارد افغانۍ عواید راټول شوي وو، خو د ۱۴۰۱ لمریز کال په تېرو یوولسو میاشتو کې ۱۱.۲ میلیارد افغانۍ راټولې شوې چې ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي.

هغه د برېښنا د عوایدو ډېرېدو لامل د برېښنا شبکې اصلاح، د ضایعاتو مخنیوی او پر وخت د برېښنا بیلونو تحویلول ګڼي.

نوموړی وايي، د افغانستان برېښنا شرکت په تېرو یوولسو میاشتو کې وتوانېد چې د برېښنا په شبکه کې اصلاحات راولي چې ورسره د ضایع کېدونکې برېښنا مخنیوی شوی دی.

هغه زیاته کړه، د کابل په ځینو ساحو کې د برېښنا مزي زاړه شوي وو چې دوی نوي کړل او له دغه ګام سره نه یوازې برېښنا ډېره شوه، بلکې عواید یې هم زیات شول.

دغه‌راز میوندي یادونه وکړه چې د پېرودونکو له لوري پر وخت د برېښنا بیلونو تحویلول هم د برېښنا د عوایدو ډېرېدو لامل شوی دی.

هغه وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون او اسلامي امارت له راتګ وروسته هیڅ دولتي اداره او چارواکی د برېښنا شرکت پوروړي نه دي.

خو نوموړي څرګنده کړه چې په دغه موده کې یې له زړو پوروړو د برېښنا لګښت اړوند ۷۵ میلیون افغانۍ راټولې کړې دي، له پاتې کسانو سره په اړیکه کې دي او هغو هم د پورونو ادا کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

نوموړي د کومې ادارې یا شخص نوم یاد نه کړ چې دغه اندازه پیسې یې له کومو ادارو او کومو پخوانیو چارواکو راټولې کړې دي.

د برېښنا کمښت او پرچاوۍ په اړه میوندي وویل، د  افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې دننه د برېښنا تولید ډېرولو هڅې پیل کړې دي.

هغه وايي، په ټوله کې په کابل کې ۷۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده خو دوی له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا لري چې ډېره برخه یې وارداتي ده او لږه یې له داخلي سرچینو تولیدېږي.

د هغه په خبره، پر همدې بنسټ د ورځې له خوا د کابل ډېرې استوګنیزې سیمې برېښنا نه لري، ځکه د ورځې په اوږدو کې ډېره برېښنا دولتي اداور او صنعتګرو ته ورکول کېږي او د شپې له خوا بیا ډېره برېښنا استوګنیزو سیمو ته ورکول کېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د تېرې سلواغې میاشتې په ۱۲مه په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د خبري غونډې پر مهال له ازبکستان سره د برېښنا یو کلن تړون لاسلیک خبر ورکړی و.

هغه خبریالانو ته ویلي و چې له دغه هېواد سره یې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه افغانستان ته د وارداتي برېښنا لېږد تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې ازبکستان افغانستان ته ۴۴۰ مېګاواټه برېښنا ورکوي.

اوسمهال افغانستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره ۴۳۰ مېګاواټه برېښنا له ازبکستان، ۴۴ مېګاواټه برېښنا له تاجکستان، ۲۰۲ مېګاواټه له ترکمنستان او ۱۰۲ مېګاواټه برېښنا له ایرانه واردوي.

Views: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.