Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ رېل‌پټلۍ ادارې تېرو لسو میاشتو کې ۲،۵ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کړي

مزارشریف (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د بلخ د رېل‎پټلۍ رييس وايي، په تېرو لسو مياشتو کې یې د حيرتان بندر رېل‌پټلۍ له درکه ۲،۵ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.

د بلخ رېل‌پټلۍ ادارې ريیس مولوي محمدشفیق محمود پژواک خبری اژانس ته وویل، د حیرتان بندر له رېل‌پټلۍ په ورځني ډول ۱۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.

هغه وويل، په تېرو لسو مياشتو کې له دې لارې ۲،۵ ميليارد افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، دې ادارې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي خو سږ کال یې په عوایدو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په همدې حال د اقتصادي چارو شنونکي او سوداګر د اوسپنې پټلۍ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد لپاره تر ټولو خوندي، چټکه او ارزانه ترانسپورټي لار بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا د اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره مهمه اړتیا بولي او وایي، دغه هېواد په وچه کې راګیر هېواد دی او دغه ترانسپورټي وسیله د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد لپاره تر نورو ترانسپورټي لارو چټکه او خوندي ده.

رښتیا دغه راز زیاته کړه، په افغانستان کې د اساسي سړکونو او رېل‌پټلیو نشتوالی د دې لامل شوی چې د افغانستان ډېری کانونه استخراج نه شي او زیاتوي که د اوسپنې پټلۍ پراخې شي نو افغانستان به تر ډېره ځان بسیاینې ته ورسېږي.

په همدې حال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایي امر احمدشکیب اکبري هم وایي چې رېل‌پټلۍ د افغانانو، په ځانګړې توګه د بلخ سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د بلخ ځایي سوداګر حاجي قلندر رحیمي هم ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل، په نړۍ کې له بحري لارو وروسته رېل‌پټلۍ دویمه لویه ترانسپورټي وسیله ده چې خلک ترې د توکو او مسافرینو د لېږد رالېږد په توګه ګټه پورته کوي.

هغه وایي، افغانستان کې تر دې مهاله د رېل‌پټلۍ خطونه یوازې تر بندرونو راغځېدلي او که چېرې دغه خطونه د هېواد په کچه وغځېږي نو په سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي برخو کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د حیرتان بندر رېل‌پټلۍ د ازبکستان هېواد له پولې پیلېږي او تر مزارشریف ښار پورې دوام لري چې ۷۵ کیلومتره اصلي او ۳۱ کیلومتره فرعي خطوط لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.