ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا: افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

اوچا: افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

author avatar
28 Feb 2023 - 18:23
اوچا: افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
author avatar
28 Feb 2023 - 18:23

کابل (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا ويلي، په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا نن (سه‎شنبه، د کب ۹ مه) په یوه ټویټ کې ‎لیکلي، د ۸،۷ میلیون کسانو له ډلې چې تعلیمي ملاتړ ته اړتیا لري، ۳،۱ میلیون کسانو ته په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې لومړیتوب ورکول کېږي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د ټولنې په کچه د ښوونې او روزنې، د نجونو په ګډون د ښوونکو د روزنې، د ښوونیزو توکو او د ښوونځیو وسایلو برابرولو لپاره ۲۱۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي؛ خو هیله‌مندۍ شته چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به نجونو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د یادونې ده، له دې مخکې ‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.