ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

خوست کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

author avatar
1 Mar 2023 - 15:50
خوست کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو
author avatar
1 Mar 2023 - 15:50

خوست ښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): په خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو اېښودلو درې ورځنی کمپاين پيل شو چې د مسوولينو په وينا، په ترڅ کې به يې زرګونه مثمر او غېرمثمر نيالګي کېښودل شي.

د نيالګيو اېښودلو دغه کمپاين چې هر کال د خوست ښاروالۍ له لوري ترسره کېږي، نن د کب په ۱۰مه هم د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شو.

په دغه مراسمو کې د یاد ولايت پر ملکي او نظامي چارواکو سربېره سلګونه ځوانانو، مدني فعالانو، د مدرسو او ښوونځيو زده‌کوونکو ګډون کړی وو.

د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال د دغه کمپاين د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال به د ښاروالۍ له لوري پر «ځوانانو غونډۍ» او د مرکز په يو شمېر نورو سيمو کې څلور زره مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نيالګي کېښودل شي.

بلال وايي: «دا څلور زره نيالګي به موږ په درېيو ورځو کې کښېنوو ان‌شاالله او د هغوی د ساتنې او پالنې ټول بندوبست هم کوو. زموږ پلان دا دی چې ولسواليو ته دا لړۍ وغځوو.»

په ورته مهال، د خوست يو شمېر اوسېدونکي د نيالګيو اېښودل د دغه ولایت د زرغونتيا او چاپېريال ساتنې په برخه کې ګټور بولي.

د خوست اوسېدونکي اخترګل وفا پژواک ته وويل، هر کال د ښاروالۍ له خوا د زرغون خوست مېلې په ترڅ کې زرګونه نيالګي اېښودل کېږي خو په پوره ډول يې ساتنه او پالنه نه کېږي.

هغه وايي: «دې ته ورته په سلګونو او زرګونو نيالګي هر کال کښېنول کېږي خو راتلونکی يې نتيجه بيا منفي راوځي، روزنه يې نه وي، اوبه يې نه وي.»

د عقل جان په نوم یوه بل کس پژواک ته وويل، کوم نيالګي چې پر يادې غونډۍ اېښودل کېږي، مسوول حکومتي چارواکي باید ساتنې او پالنې ته يې لازمه پاملرنه وکړي.

هغه هم زياته کړه، هر کال زرګونه نوي نيالګي اېښودل کېږي خو د نه پاملرنې له امله شل سلنه یې هم نه شنه کېږي.

د مسوولينو په وينا، دا د «زرغون خوست» کمپاین اتم پړاو دی چې د خوست ښاروالۍ له خوا د پسرلي له راتلو سره سم ترسره او په ترڅ کې يې زرګونه نيالګي اېښودل کېږي.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.