کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): کابینې له نورو هېوادونو د افغان زندانیان رالېږدولو کمېټې جوړېدل تایید کړل او د دې کمېټې مشري به لوی څارنوال کوي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کمېټې مشري لوی څارنوال کوي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو سمون ادارې استازي یې غړي دي.
سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، ایران په تېرو دوو ورځو کې ۷۴۹ افغان زندانیان د یوې هوکړې له مخې د افغانستان سرپرست حکومت ته په هرات ولایت کې سپارلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابینې په غونډه کې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې له اقینې بندر- شبرغان او هرات – روزنک پورې د اورګاډې پټلۍ جوړولو په موخه طرحه برابره او د کابینې راتلونکې ناستې ته یې وړاندې کړي.
سرچینه زیاتوي چې غونډه کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د لوبو اړوند ادارو او محتسبینو ته سپارښتنه وکړي چې د ځینو لوبو پر مهال نندارچیانو ته د لمانځه توصیه وکړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د بندونو او هایدرو تخنیکي تاسیساتو د سروې، امکانسنجۍ، تفصیلي ډیزاین او بررسۍ پړاوونو اړوند طرحه و ارزوي او پایله یې دې د کابینې له غونډي سره شریکه کړي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د کابینې په غونډه کې کندهار کې د «جامعه عمر» د شوو کارونو ارزونې او د پاتې کارونو ترسره کېدو د لګښت په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د استازي په مشرۍ هغه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په کې د مالیې، کور او ښار جوړولو وزارتونو، ملي پراختیا شرکت، د کندهار ولایت مقام او کندهار ښاروالۍ استازي هم برخه لري.
Views: 67
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن