ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده‌کړو وزیر: د زابل پوهنتون د ودانۍ نشتوالي او استادانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

د لوړو زده‌کړو وزیر: د زابل پوهنتون د ودانۍ نشتوالي او استادانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کېږي

author avatar
10 Mar 2023 - 12:13
د لوړو زده‌کړو وزیر: د زابل پوهنتون د ودانۍ نشتوالي او استادانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کېږي
author avatar
10 Mar 2023 - 12:13

کلات (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدو او د استادانو ستونزو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده.

نوموړي د زابل پوهنتون د ځای نشتوالي او استادانو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون په تالار کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې په راتلونکي کال کې به د دې ولایت د پوهنتون د ځای د نشتوالي او ترڅنګ یې د محصلینو د لیلیې د ودانۍ د نیمګړې پروژې چارو بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ده زیاته کړه، زابل یو وروسته پاتې ولایت دی او په تېرو شلو کلونو کې يې هیڅ پرمختګ نه دی کړی چې په وینا یې د دې ولایت شته ستونزې به د اسلامي امارت تر لوړو مسوولینو  ورسوي.

نوموړي دغه‌راز د زابل پوهنتون نورو ستونزو ته د رسيدني  ترڅنګ وویل چې د استادانو د سرپناه او معاشو لوړېدو ستونزو ته به هم پاملرنه وشي.

نوموړي دغه‌راز د لوړو زده‌کړو په برخه د تحصیلي نصاب د نوي کېدو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه چې اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې د پنځوس کلونو پخوانی او له کاره لوېدلی نصاب تدریسېږي چې په وینا یې دوی پکې بدلون راولي او له ننني عصر سره برابر نصاب جوړوي څو محصلین په نظري او عملي مهارت سره سمبال ټولنې ته وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د لوړو زده‌کړو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولایت د پوهنتون د ځای د نشتوالي او د محصلینو د لیلیې د ودانۍ نیمګړي کارونه دې ورته بشپړ شي او ترڅنګ دې د دې ولایت تعلیمي اړخ ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه په خبره یې زابل یو وروسته پاتې ولایت دی او هیچا ورته پاملرنه نه ده کړې.

د زابل پوهنتون رییس روح الله مشال د دې ولایت د پوهنتون د محصیلینو لپاره د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي زده‌کړو د زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت دې په دې برخه کې امکانات ورته برابر کړي څو زده کړې یې لا معیاري شي او هغه محصلین چې ټولنې ته وړاندې کیږي، باید په نظري او عملي برخو کې پوره مهارت ولري.

نوموړي هم وویل چې د پوهنتون اوسنی نصاب زوړ دی او په دې برخه کې یې د نوي نصاب د جوړېدو هیله وکړه.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د استادانو په استازولۍ د دې پوهنتون استاد طاوس خان هېوادمل د پوهنتون د استادانو لپاره د سرپناه غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې استادانو ته د استوګنې لپاره ښارګوټی ورکړل شوی خو دوی د سرپناه د نشتوالي له ستونزي سره مخ دي.

هغه دغه‌راز د لوړو زده کړو له وزارته د استادانو د معاشونو لوړېدو، د ماسـرۍ زمینې برابرېدو او روزنیزو ورکشاپونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د میرویس خان نیکه زابل دولتي پوهنتون په ۱۳۹۶ کال تأسیس شو چې دا مهال د اقتصاد، ښوونې او روزنې او زراعت پوهنځیو کې یې سلګونه محصلین پر زده‌کړو بوخت دي چې تدریسي چارې يې د ولایت مقام لپاره په جوړه شوې ودانۍ کې مخته وړل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.