ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه شوي

ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه شوي

author avatar
11 Mar 2023 - 18:04
ایران کې د ترافیکې پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه شوي
author avatar
11 Mar 2023 - 18:04

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): ایراني رسنيو راپور ورکړی چې تېره شپه د فارس پر لويه‌لار د ترافيکي پېښې له امله ۱۰ افغانان مړه او ۳ ایرانیان ټپیان شوي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د فارس لويې‌لارې قوماندان عبدالهاشم دهقاني په حواله راپور ورکړی چې دغه ترافيکي پېښه تېره شپه د ایران په وخت شاوخوا اته بجې، د فارس ولایت اړوند د نی‌ریزـ محور قطرویه – سیرجان پر لار شوې ده.

هغه زیاتوي، په ياده ترافيکي پېښه کې يو ايرانی موټرچلوونکی او ۱۰ افغانان مړه او درې ایرانیان ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي، یاده پېښه د «پژو» او «ايسوزو» موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل يې د «پژو» موټر ګړندی تګ ښودل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.