کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د بيا پيل هرکلی کړی او دغه اقدام یې د سیمې د سولې او ثبات ټينګښت لپاره مهم بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن د کب په ۲۰مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، اسلامي امارت د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړيکو د بيا پيل هرکلی کوي او دغه اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت لپاره مهم ګڼي.
سرچینې زیاته کړې، اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ډیپلوماټیک پرمختګ په سيمه کې د څواړخيزو اړيکو او همکاريو له غوړېدو سره مرستندویه بولي.
یاد وزارت د چين ولسي جمهوريت له هڅو مننه کړې چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربهتوب کړی دی.
د ایران او سعودي ترمنځ له څو لسیزو راهیسې د ایران، عراق، یمن او د سوریې جګړې په تړاو پر بېلابېلو موضوعاتو شخړې روانې وې؛ تر دې چې د سعودي عربستان د تېلو تولید پر یوه مرکز د بېپيلوټه الوتکې (ډرون) برید تور هم پر ایران لګول شوی و خو تهران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو بیا پیلولو موافقه روانه اونۍ د چین په پلازمېنې بیجینګ کې وشوه چې د چین لپاره د یوې لویې ډیپلوماټیکې بریا په توګه ګڼل کېږي.
ایراني رسنیو د ایران، سعودي عربستان او چین درېاړخیزه اعلامیه خپره کړې چې پکې د تهران او ریاض ترمنځ د اختلافونو د حل او خبرو اترو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ د پام وړ نوښت ستاینه شوې ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي، د خبرو په پایله کې د ایران اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان پاچا موافقه وکړه چې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیلوي او په دوو میاشتو کې دننه سفارتونه بېرته پرانیزي.
Views: 109
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن