ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د غالیو تولید د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوی

بامیان کې د غالیو تولید د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوی

author avatar
11 Mar 2023 - 13:10
بامیان کې د غالیو تولید د تېر کال په پرتله درې برابره ډېر شوی
author avatar
11 Mar 2023 - 13:10

بامیان (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د بامیان د سوداګرۍ او صنعت امریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د غالیو تولید د تېر کال په پرتله درې برابر ډېر شوی دی.

د هغو له قوله، تېر کال شاوخوا اووه زره متر مربع غالۍ تولید شوې وې، خو سږ کال دغه رقم ۲۱ زره متر مربع ته لوړ شوی دی.

د بامیان ولایت د صنعت او سوداګرۍ امر نعیم رضایي وایي، د غالیو تولیدات او غالۍ‌اوبدنې ته د خلکو لېوالتیا د پام وړ ډېره شوې ده.

نوموړي وویل: «په ۱۴۰۰کال کې د غالیو تولید شاوخوا ۷ زره متره مربع اټکل شوی و، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ کال ۲۱ زره متر مربع ته لوړ شوی او ورځ تر بلې د تولیداتو کچه ډېرېږي.»

نوموړی دغه‌راز زیاتوي: «بې‌وزلي، بې‌کاري او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې خلک په ځانګړي ډول ښځې دغه صنعت ته مخه وکړي.»

سربېره پر دې په یاد ولایت کې د غالۍ‌اوبدنې شرکت یو مسوول محمدابراهیم علي‌زاده زیاتوي، سږ د تېر کال په پرتله له دغه صنعت سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د هغه په خبره، په ۱۴۰۰ کال کې د نوموړي په شرکت ۸۰۰ کسان پر غالۍ اوبدنې بوخت وو، خو سږ کال د کارکوونکو شمېر د ولایت په کچه ۲۰۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.

هغه همداراز زیاتوي، د غالۍ اوبدنې مزد د هغې له کیفیت او اندازې سره تړلی چې په یاد ولایت کې یو مترمربع غالۍ له ۲ زرو تر ۴زرو افغانیو اوبدل کېږي.

په بامیان کې د غالۍ‌اوبدنې شرکت یو بل مسوول عبدالله وایي، په افغانستان کې د غالیو د پروسس مرکزونو نشتوالی یوه اساسي ستونزه ده چې په نړۍوال بازار کې د افغانستان د غالیو پر بیې اغېز لري.

نوموړي وویل: «په افغانستان کې ډېر تولید شوې غالۍ پاکستان ته صادرېږي او په هغه هېواد کې له پروسس وروسته نړۍوال بازار ته وړاندې کېږي.»

د بامیان د مرکز یو اوسېدونکی محمد تقي چې مخکې یې په ودانیزو چارو کې فعالیت درلود وایی، په ودانیزو چارو کې د کار نشتوالی د دې لامل شو څو غالۍ اوبدنې ته مخه کړي او له دې لارې خپل ورځنی لګښت برابر کړي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم غالۍ‌اوبدنه د هغه د مخکني کار په څېر عاید نه لري خو کولی شي چې له دې لارې خپل لګښتونه برابر کړي.

همداراز د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی احمدعلي چې له خپل یوه زوی او دوو لوڼو سره پر غالۍ‌اوبدنې بوخت دي، له دغه کاره راضي دی.

نوموړی وایي، په ټولنه کې بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ته په کتو، د غالۍ‌اوبدنې شغل ښه عاید لري.

د هغه په خبره، یوه شپږ متره غالۍ په ۳۰ ورځو کې د څلورو کسانو په وسیله اوبدل کېږي چې اجوره ۱۲ زره افغانۍ کېږي.

Visits: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.