ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي: د کلونو ابادې ځمکې په زور راڅخه اخیستل کېږي

د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي: د کلونو ابادې ځمکې په زور راڅخه اخیستل کېږي

author avatar
18 Mar 2023 - 18:30
د اروزګان د دهراوود یو شمېر اوسېدونکي: د کلونو ابادې ځمکې په زور راڅخه اخیستل کېږي
author avatar
18 Mar 2023 - 18:30

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي- چې د اعتراض په توګه راټول شوي وو- ادعا کوي چې د کلونو ابادې ځمکې په زور ترې اخیستل کېږي خو ولایتي مسوولین اعتراض‌کوونکي غاصبان بولي او وايي، له کلونو راهیسې یې د بل قوم ځمکې لاندې کړې دي.

دغه شاوخوا ۳۰۰ اعتراض‌کوونکي پرون (د کب ۲۶مه) د دهراوود ولسوالۍ په «جونو» سیمه کې راټول شوي وو او ادعا یې کوله چې دغلته شاوخوا زر جریب ځمکه د دوی ملکیت دی.

یوه اعتراض‌کوونکي حاجي محمدغوث پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ځمکه کلونه مخکې د دوی د پلرونو او نیکونو له لوري پېرل شوې او قبالې یې هم لري.

هغه وايي، په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو له خپل نفوذ او اړیکو په کار اخیستو دا ځمکې خپلې بولي او دوی ته یې د ور پرېښودو خبر ورکړی دی.

هغه زیاتوي: «یو شمېر کسان له موږ سره قومي چلند کوي؛ په دولتي ادارو کې له خپل نفوذه په کار اخیستو غواړي خپلې ځمکې په زور راڅخه واخلي چې له کلونو راهیسې مو ابادې کړې، کورونه او باغونه مو ورباندې جوړ کړي.»

بل اعتراض‌کوونکی محمدابراهیم هم ادعا کوي چې دغه ځمکې د دوی ملکیت دی او د پېرلو پر مهال قبالې هم ورکړل شوې، ان هغه اسناد هم په لاس کې لري چې کابو ۲۳ کاله مخکې د امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال ورکړل شوې دي.

دی زیاتوي، د خپلو ملکیتونو د تثبیت له اسنادو سره یو ځای یې ولایتي مسوولینو او قضایي ادارو ته عریضې کړې خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.

د ده په خبره، مقابل لوری چې له کلونو راهیسې له دوی سره بدي او تربګني لري، په دې نوم چې ګواکې دا دولتي/ مرعه ځمکه یې حق دی، دوی ته ضرب‌الاجل ټاکلی او د سیمې د ور پرېښودو یې ورته ویلي دي.

ابراهیم ګواښ کوي چې هیڅکله به خپل کورونه او ځمکې- چې کلونه یې د هغو په ابادولو زحمت ایستلی- چا ته پرې نه ږدي.

خو مقابل لوری بیا وايي، د دهراوود اړوند د جونو دښتې ځمکې یې د درې ګونو محکمو په حکم خپلې کړې او ډېر ژر به دوی ته وسپارل شي.

له دې ډلې د حاجي غلام‌نبي په نوم کس پژواک ته وویل: «د یادې ځمکې ملکیت د تثبیت لپاره اسلامي امارت ځانګړې محکمه جوړه کړې وه چې په پایله کې زموږ ملکیت وګڼل شوه او مقابل لوري ته یې د خوشي کولو امر وشو.»

دی غوښتنه کوي چې په دې برخه کې د محکمې صادر شوی حکم دې ژر عملي او د دوی ملکیت دې ور وسپارل شي.

بلخوا، د اروزګان ځايي مسوولین هم وايي چې د دهراوود ولسوالۍ اړوند د جون سیمې دښته چې کابو زر جریب پرخوالی لري او لسګونه کورونه ورباندې اباد شوي، د محکمو د پرېکړو له مخې د اعتراض‌کوونکو د مقابل لوري ملکیت بلل شوی دی.

د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا بشیر پژواک ته وویل: «دا دښته په اصل کې مرعه ده او کلونه مخکې دواړو ډلو په خپل منځ کې وېشلې وه خو وروسته یوې ډلې تر خپل حق ډېر تېری کړی و او د مقابل لوري حق یې هم لاندې کړی و.»

دی وايي، ولایتي ادارې ده ته دنده سپارلې وه چې حق حقدار ته په سپارلو کې خپل مسوولیت ادا کړي او د محکمو حکم عملي کړي.

د اروزګان د والي ویاند احسان الله حماس بیا اعتراض کوونکي غاصبان بولي او وايي له کلونو راهیسې یې د مقابل لوري ځمکې لاندې کړې وې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس درې ګونو محکمو د مقابل لوري په حق کې پرېکړه کړې او دا ځمکه یې د هغوی ملکیت بللی چې په غبرګون کې یې یو شمېر کسانو اعتراض کړی دی.

نوموړی د اعتراض‌کوونکو اعتراض بې‌ځایه بولي او ویې ویل چې تر راتلونکو دوو ورځو به د محکمې پرېکړه عملي شي.

د دغه ولایت ځايي مسوولین وايي، تر دې مهاله په اروزګان کې ۲۵ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې او د زرګونه جریب نورې ځمکې د تثبیت چارې روانې دي چې وروسته به یې په اړه اقدام وشي.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.