ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرمان: چارواکي او مامورین د امارتي ادارو د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی

فرمان: چارواکي او مامورین د امارتي ادارو د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی

author avatar
19 Mar 2023 - 18:07
فرمان: چارواکي او مامورین د امارتي ادارو د قراردادونو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولی
author avatar
19 Mar 2023 - 18:07

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، حکومتي چارواکي او مامورین د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولای.

د چارو ادارې نن (یکشنبه) په خپله ټويترپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امیرالمومنین شیخ‌الحدیث هبة‌الله اخندزاده په تازه فرمان کې د وزارتونو او امارتي ادارو په تدارکاتو او قراردادونو کې امارتي مقامات او مامورین له ګډون منع کړي دي.»

سرچينه زیاتوي، د ۱۳/۸/۱۴۴۴هـ. ق نېټې د ۶۱۲مې ګڼې فرمان له مخې، امارتي چارواکي او مامورین د تدارکاتو او نورو قراردادونو د رونټیا په موخه د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نه شي کولای.

سرچینه کاږي، د یاد فرمان له مخې امارتي چارواکي او مامورین نه شي کولای چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چاور د تدارک، کان‌کېندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فرمان په دویمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه چې امارتي مقامات او مامورین پکې ګډونوال او یا مسوول وي، هم د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي دي او دغه فرمان د توشیح له نېټې څخه نافذ او رسمي جریده کې د خپرېدو وړ ګڼل کېږي.

د یادونې ده، پرون د کب په ۲۷مه د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د چارواکو له خوا په خپلو ادارو کې پر دندو د هغوی ګومارل شوي زامن د منفک کېدو حکم شوی و.

 

Visits: 351

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.