ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس ځیني اوسېدونکي د مرستو وېش بهیر کې له بې‌نظمۍ شکایت لري

د بادغیس ځیني اوسېدونکي د مرستو وېش بهیر کې له بې‌نظمۍ شکایت لري

author avatar
19 Mar 2023 - 17:55
د بادغیس ځیني اوسېدونکي د مرستو وېش بهیر کې له بې‌نظمۍ شکایت لري
author avatar
19 Mar 2023 - 17:55

قلعه‎نو (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د باغیس ولایت یو شمېر خلک وايي، بشري مرستې ډېری مهال په وخت نه وېشل کېږي او کله کله د مرستو ترلاسه کولو لپاره ان تر یوه کال په تمه وي.

دوی همداراز غوښتنه کوي چې د مرستو وېش لړۍ دې باید منظمه شي.

د ۱۴۰۱ کال په زمري کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې مرستې ودرېدې، د هېواد څه باندې ۹ میلیارد ډالر شتمني د امریکا متحده ایالتونو له لوري کنګل شوه چې له امله یې هېواد او هېوادوالو ته سخته اقتصادي ضربه ورسېده.

په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته ځینو مرستندویه هېوادونو او تمویلوونکو د کورنیو د دغه حالت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره په افغانستان کې له خلکو سره د بشري مرستو لړۍ پيل کړه چې ډېر خوراکي توکي او نغدې پیسې د هېواد په کچه اړو خلکو ته وېشل کېږي.

له یوه کال وروسته مرستو موندونکو خلکو شکایت

په باغیس ولایت کې د تېر کال زلزله‌ځپلي چې له یوه کال وروسته د مرستې پر ترلاسه کولو خوښي څرګندوي وايي، دغه مرستې په وخت نه دي ورته رسېدلې.

یاد زلزله‌ځپلي وايي، که څه هم هغه مهال نغدي او غیرنغدي مرستې ورسره کېدې خو بسنه یې نه کوله، ان د زیانمنو لومړنۍ اړتیاوې یې هم نه شوای پوره کولای.

د باغیس د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی محمدعارف د مرستو د وېش له بهیره شکایت کوي او وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال زلرلې له امله یې کور ویجاړ شو خو مرسته یو کال وروسته ورته ورسېده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر کال په زلزله کې یې کور ویجاړ شوی خو د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې بېرته یې ورغوي.

هغه د مرستو وېش لړۍ ته په اشارې وویل، په دغه بهیر کې د ځینو نورو ستونزو ترڅنګ، په ټاکلي وخت سره وېشل کېږي هم نه.

نوموړی وایي، د یوه کال په موده کې په ډېرو ستونزو یې د خپلوانو په یوه کور کې شپې او ورځې تېرولې، تر هغې چې په دې وروستیو کې له زلزله‌ځپلو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.

هغه له مرستندویه موسسو غواړي چې خپلې مرستې دې په وخت ووېشي.

د بادغیس د مرکز اړوند لامان سیمې اوسېدونکی حبیب‌الله هم هغه څوک دی چې په یاده زلزله کې یې کور ویجاړ شوی و او په تېر یوه کال کې یې د خپل ګاونډي په کور کې تر خیمې لاندې شپې او ورځې تېرولې.

هغه هم په یاد ولایت کې د مرستو د وېش له لړۍ څخه شکایت لري او زیاتوي: «دغه مرستې که څه هم ښې دي خو پر وخت راته نه وېشل کېږي.»

حبیب‌الله هم د مرستندویه موسسو له مسوولانو غواړي چې له اړو خلکو سره دې پر وخت مرستې وکړي.

همداراز، د بادغیس یو بل اوسېدونکی عبدالرحیم هم د یادو دوو سرچینو په څېر له مرستو وېش پر لړۍ نیوکه کوي او زیاتوي: «مرستې په وخت نه کېږي، یو ځل چې د یوې موسسې له خوا زموږ نومونه لیکل کېږي بیا ځي تر هغې چې مرستې راوړي.»

نوموړي وویل، درې میاشتې وړاندې یوې موسسې د مرستو لپاره د هغه او نورو مستحقو کسانو نومونه ثبت کړل خو تر اوسه له هغې موسسې کوم خبر نشته.

۶۰ کلن غلام جیلاني د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکی وایي: «زه ۶۰ کلن یم، یو کال کېږي چې څو ځله مې د پېښو او کډوالو ریاستونو ته عریضه کړې، نوم مې یې راته لیکلی خو تر اوسه راسره مرسته نه ده شوې.»

نوموړی وایي، ډېری مرستې غیرمستحقو ته وېشل کېږي او مسوولین باید د مرستو وېشلو له لړۍ څخه څارنه وکړي څو فساد پکې ونه شي او مستحقو ته ووېشل شي.

هغه زیاته کړه: «کله چې نوم‌لیکنه کېږي، باید له یوې اونۍ څخه ډېر وخت ونه نیسي او باید ژر تر ژره مرستې ووېشل شي؛ ځکه چې خلک ټول بیچاره او مسکین شول او مرستې ته اړتیا لري، زما په ګډون چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

په همدې حال کې، د بادغیس ولایت د اقتصادي چارو کارپوه سیداحمد سیر وايي، حکومت باید د احتمالي طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالی ولري، څو له بېړنیو پېښو وروسته خلکو ته مرستې ورسوي.

نوموړي وویل، په دغه حالت کې حکومت او اړوند ارګانونه باید د مرستندویه موسسو کار او د نادولتي موسسو له خوا د بشري مرستو د وېش بهیر په جدي توګه وڅاري.

د هغه په وینا، پر وخت د مرستو نه راتلل او پر دغه بهیر د حکومت د څار نشتوالی د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او همداراز په یوه اداره کې د فساد رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

په ورته وخت کې، د بادغيس ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست مولوي باري‌‌داد وايي، د دغه ولايت د مرکز، مقر او قادس ولسواليو خلکو سره نغدي مرستې شوې دي.

د هغه په وینا، د تېر کال له څه باندې ۱۳۷۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې شوې چې په درېیو مختلفو کتګوریو وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، له جدي زیانمنو خلکو سره د ۱۳۲ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، له هغو سره چې کورونه یې بیارغولو ته اړتیا لري ۴۳۲۰۰ افغانیو او له هغو سره چې لږ زیانمن شوي ۲۶۴۰۰ افغانیو مرسته شوې ده.

د بادغیس ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست زیاته کړه چې دغه مرستې دوام لري او له ۱۰۰۰ ډېرو زیانمنو کورنیو ته به هم وویشل شي.

د هغه په وینا، د هغو کسانو شمېر چې د تېر کال په زلزله کې زیانمن شوي، ۳۰۰۰ کورنیو ته رسېږي چې ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي او پخوا هم ورته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشل شوي دي.

د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست سرپرست زیاته کړه چې د دغه ولایت له زیانمنو سره د شاوخوا ۴۴ میلیون افغانیو نغدي مرستې شوې دي.

د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطیع‎الله متقي د دغه ولایت د اوسېدونکو شکايتونو او غوښتنو په اړه وايي، هڅه کوي اړو کسانو ته پر وخت مرستې ورسوي او په راتلونکي کې به هم هڅې وکړي.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.