ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له ۱۱۷ نجونو «جمع اولیاء دارالعلوم» ته د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

غزني کې له ۱۱۷ نجونو «جمع اولیاء دارالعلوم» ته د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

غزني (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د غزني د پوهنې ریاست اړوند د اسلامي زده‌کړو معاونیت د دغه ولایت د بېلابېلو لېسو له ۱۱۷ فارغو نجونو ځانګړې ازموینه واخیسته چې په پایله کې به یې بریالۍ نجونې د دیني زده‌کړو په موخه د جمع اولیاء دارالعلوم دیارلسم ټولګیو ته جذب شي.

د پوهنې ریاست د اسلامي زده‌کړو مرستیال مولوي نجیب‌الله سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د غزني د بېلابېلو لېسو له ۱۱۷ فارغو نجونو اختصاصي ازموینه واخیستل شوه چې د بریالیتوب په صورت کې به په جمع اولیاء دارالعلوم کې دیني زده‌کړې پيل کړي.

هغه زیاته کړه، یاد دارالعلوم په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس شوی چې له دوولسم ټولګیو فارغ هلکان او نجونې دیني زده‌کړې پکې کوي.

سعید وايي، یاد دارالعلوم ته مخکې د عمومي کانکور ازموینې له لارې د دوولسم ټولګیو فارغانې جذبېدې خو سږ کال یې له دوی اختصاصي ازموینه واخیستله.

د هغه په خبره، له ازموینې موخه دا ده چې نجونو ته په دیني برخه کې د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شي چې ښوونکې به یې هم ښځینه وي.

نوموړي وویل، دوی د سلګونو نجونو لپاره د ازموینې چمتووالی نیولی و خو یوازې ۱۱۷ نجونو ګډون پکې وکړ چې ښايي لامل یې د ډېرو نجونو نه خبرېدل وي.

سعید زیاته کړه: «هڅه کوو نجونو ته له دارالعلوم څخه له فراغت وروسته د هېواد د پوهنتونونو د شرعیاتو په پوهنځیو کې هم د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړو چې دا موضوع مو د لوړو زده‌کړو وزارت ته هم وړاندیز کړې ده.»

د ازموینې برخه‌والې وايي، خوشحاله دي چې له دوولسم ټولګیو څخه له فراغت وروسته د یوې ازموینې له لارې دارالعلوم ته د دیني زده‌کړو لپاره جذبېږي.

د سکینې په نوم د دوولسم ټولګي یوې فارغې پژواک ته وویل: «دوه کاله مخکې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې وم او په دې تمه ناسته وم چې د لوړو زده‌کړو زمینه راته برابره شي، اوس مې دا چانس هم غنیمت وباله او په ازموینه کې مې ګډون وکړ.»

هغې زیاته کړه، ټولنه اړتیا لري څو نجونې د دیني زده‌کړو ترڅنګ په نورو برخو کې هم زده‌کړې وکړي.

نوموړې له مسوولینو وغوښتل چې په ټول هېواد کې دې لېسې او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص کړي.

یو شمېر نورو نجونو هم له پژواک سره په خبرو کې غوښتنه کوله چې اسلامي امارت دې له شرعي اصولو سره سم نجونو ته د زده‌کړو او کار حق ورکړي.

دوی وايي، د هغې ورځې په تمه دي چې د نجونو پر مخ د لېسو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو زېری واوري.

Visits: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.