ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د پسرلي په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ وشوې

بغلان کې د پسرلي په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ وشوې

author avatar
21 Mar 2023 - 12:12
بغلان کې د پسرلي په مناسبت د غېږنیونې سیالۍ وشوې
author avatar
21 Mar 2023 - 12:12

پلخمري (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د بغلان په مرکز پلخمري کې «د ازادۍ پسرلی» تر نوم لاندې د لسګونو پهلوانانو تر منځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د نوي کال او پسرلي په مناسبت د غېږنیونې دغه سیالۍ پرون مازدیګر پیل شوې او تر ناوخته یې دوام وکړ چې د دغه ولایت د مرکز او څورلسو ولسوالیو لسګونو پهلوانانو په کې ګډون کړی وو.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي د دغو سیالیو په مراسمو کې وویل، د غېږنیونې سیالۍ په دغه ولایت کې د مېشتو قومونو د یووالي سمبول ګڼل کېږي چې دا ځل په ارامه او ډاډمنه فضا کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، ورزش او لوبې د روغتیا تر څنګ د قومونو تر منځ د اچول شوو تفرقو د له منځه وړلو او د هغوی تر منځ د یووالي راوستلو ښه وسیله ده چې اسلامي امارت یې د ودې لپاره کار کوي.

د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې امر قاري محمدامیر امیري وویل، بغلان کې ورزش وده کړې او دا له تېرې یوې میاشتې راهیسې د غېږنیونې درېیمه سیالي ده چې په دغه ولایت کې کېږي.

د قاري عبدالله په نوم یوه پهلوان چې دغو سیالیو کې یې ګډون کړی و، پژواک ته وویل خوښ دی چې د پسرلي او نوي کال په مناسبت ځوانانو ته د سالمې بوختیا په موخه دا سیالۍ جوړې شوې دي.

خو هغه له مسوولینو ځینې غوښتنې هم لري او وايي چې په دغه ولایت کې د غېږنیونې لپاره مناسب میدان نشته، دغه راز لوبغاړي د دغې لوبې لپاره مناسبې جامې نه لري چې باید پام ورته وشي.

د یادونې ده چې میاشت مخکې د کوروش فدراسیون له خوا په دغه ولایت کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ د غېږنیونې رسمي سیالۍ هم جوړې شوې وې.

Visits: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.