کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): په کابل کې د خوړولو نړیوال پروګرام او ګلبهار بنسټ له لوري له نېږدې ۲۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د کابل د فرزې ولسوالۍ مربوطاتو کې د خوړو نړۍوال سازمان او د دوستانو ټولنیزې پرمختیايي موسسې له خوا له ۲۱۵۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.»
سرچینه لیکلي، په مرسته شوو توکو کې یوه بوجۍ اوړه، یو بوتل پنځه لېتره غوړي، څه باندې شپږ کیلو لوبیا، د ماشومانو تغذیې دېرش پاکټه مواد او نیم کیلو مالګه شامل دي.
همدا راز د ګلبهار بنسټ مطبوعاتي مسوول محمدعمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د کابل ښار ولایتي سېمه کې ددغه بنسټ له لوري له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته شوې ده.
ده وویل چې دغه کورنۍ د دغه بنسټ د کارکوونکو له لوري مستحقې پېژندل شوې چې پکې کونډې، یتیمان او ډېر بېوزله خلک شامل دي.
ځواک د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴۹ کیلوګرامه اوړه، ۷ کیلوګرامه وریجې، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره، یو کیلوګرام چای، یوه اندازه خرما او پنېر وېشل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP