ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کي له نېږدې ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل کي له نېږدې ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
23 Mar 2023 - 13:46
کابل کي له نېږدې ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
23 Mar 2023 - 13:46

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲):  په کابل کې د خوړولو نړیوال پروګرام او  ګلبهار بنسټ له لوري له نېږدې ۲۵۰۰  بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د کابل د فرزې ولسوالۍ مربوطاتو کې د خوړو نړۍوال سازمان او د دوستانو ټولنیزې پرمختیايي موسسې له خوا له ۲۱۵۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.»

سرچینه لیکلي، په مرسته شوو توکو کې یوه بوجۍ اوړه، یو بوتل پنځه لېتره غوړي، څه باندې شپږ کیلو لوبیا، د ماشومانو تغذیې دېرش پاکټه مواد او نیم کیلو مالګه شامل دي.

همدا راز د ګلبهار بنسټ مطبوعاتي مسوول محمدعمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د کابل ښار ولایتي سېمه کې ددغه بنسټ له لوري له ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته شوې ده.

ده وویل چې دغه کورنۍ د دغه بنسټ د کارکوونکو له لوري مستحقې پېژندل شوې چې پکې کونډې، یتیمان او ډېر بې‌وزله خلک شامل دي.

ځواک د معلوماتو له مخې،  په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴۹ کیلوګرامه اوړه، ۷ کیلوګرامه وریجې، ۷ کیلوګرامه لوبیا، ۷ کیلوګرامه بوره، یو کیلوګرام چای، یوه اندازه خرما او پنېر وېشل شوي دي.

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.