ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د ای‌پي‌اېل لومړۍ لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو

راشد خان د ای‌پي‌اېل لومړۍ لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو

author avatar
1 Apr 2023 - 00:28
راشد خان د ای‌پي‌اېل لومړۍ لوبه کې غوره لوبغاړی اعلان شو
author avatar
1 Apr 2023 - 00:28

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ١١ وری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ستوري راشدخان د هند شل اوریزو سوداګریزو سیالیو لومړۍ لوبه کېغوره لوبغاړی اعلان شو.

د هند سوداګریز لیګ (ای‌پي‌اېل) تېر ماښام د افغانستان پر وخت د ماښام شپږنيمې بجې پيل شو.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ وشوه؛ د لوبې پچه یا ټاس د ګجرات لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د چینای لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

د ګجرات لوبډلې افغان لوبغاړي راشدخان ډېره ښه توپ‌اچونه وکړه؛ په څلورو اورونو کې یې ۲۶ منډې ورکړې او د چنایي دوه پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول.

د ګجرات لوبډلې یاد هدف په  شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

راشدخان په داسې حال کې چې د ګجرات لوبډلې ته په کمو توپونو زیاتې منډې پکار وې، په نولسم اوور کې یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله او لوبه یې خپلې لوبډلې ته اسانه کړه.

راشدخان د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو او  د جایزې ترلاسه کولو پر مهال یې وویل: «دا ماته د راتلونکو لوبو لپاره ډېره انرژي راکوي؛ چپ لاس لوبغاړو ته بالینګ کول سخت وي خو ما پرېکړه کړې وه چې په سمو ځایونو کې به توپ اچوم.»

د هند کرکټ بورډ له خوا د شل اوریزو سیالیو دغه لیګ په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دغه لیګ کې لس لوبډلې برخه لري او هره لوبډله به ۱۴ سیالۍ ترسره کوي.

ګجرات لوبډلې تېر کال او چيناى لوبډلې وړم کال د يادو سياليو اتلولي ترلاسه کړې وه.

په دغه لیګ کې د راشدخان ترڅنګ بل ورو توپ‌اچوونکی نوراحمد لکڼوال د ګجرات ټایټنز لوبډلې، فضل‌الحق فاروقي سن رایزرز حیدراباد، نوین‌الحق د لکناو سوپر جېنټس او رحمان‌الله ګربز د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

همدارنګه په دغو سیالیو کې پر افغان لوبغاړو سربېره د نړۍ د کرکټ مشهور لوبغاړي هم په بېلابېلو لوبډلو کې اخیستل شوي دي.

[/restrict]

Views: 1869

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.