کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): تېره اونۍ ځینو سرچینو غوښتنه وکړه چې د نجونو پر مخ د زدهکړو تړل شوې دروازې دې پرانیستل شي، روسیې وویل چې د افغانستان وضعیت دې وڅارل شي او جاپان له افغانستان سره د ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- روسیه د شانګهای ناسته کې: د افغانستان حالت دې له نږدې وڅارل شي.
- هند د شانګهای ناسته کې: په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه د هېوادونو لپاره مهم لومړیتوب دی.
- شېرمحمد عباس ستانکزی: امریکا دې په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي.
- بېلابېلې سرچینې: د نجونو پر مخ د زدهکړو تړل شوې دروازې دې بېرته پرانیستل شي.
- د قلم لار ټولنې مشر او د زدهکړو برخې فعال مطیعالله ویسا په کابل کې ونیول شو.
- مجاهد: ويسا د خپلسرو کړنو له امله نیول شوی دی.
- جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.
مرګژوبله
تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.
د کابل امنیه قومانداني وایي، تېره اونۍ د کابل ښار په ملک اصغر څلورلارې کې د چاودنې امله شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. بلخوا، د ایمرجنسي روغتون ویلي چې له دې پېښې لس ټپیان وروړل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په فارياب کې د یوه څرځای پر سر نښته کې درې کسان وژل شوي او بغلان کې پر دولتي ځمکې شخړه کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسلهوالو په بغلان کې يو کس او په فارياب کې دوه کسان وژلي او په کاپيسا کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
راپورونه ښيي، په هلمند کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي؛ په زابل کې بیا پر یوه ټراکټور چاودنه شوې چې پکې یو کس وژل شوی او درې ماشومان ټپیان وو.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د شانګهای سازمان ناسته
تېره اونۍ د هند په نوي ډيلي کې د شانګهای همکاریو سازمان د ملي امنیت سلاکارانو اتلسمه غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو د وضعیت او له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه هم بحث وشو.
په ياده ناسته کې د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف وویل، دا مهمه ده چې د افغانستان حالت له نږدې وڅارل شي؛ ځکه چې د دغه هېواد وضعیت ترينګلی دی.
دغهراز په ياده ناسته کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال بیا په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه د هېوادونو لپاره مهم لومړیتوب بللې او ويلي يې دي، د ترهګرۍ هره بڼه چې انګېزه يې هرڅه وي، د توجیه وړ نه ده.
له نړۍ سره د تعامل غوښتنه
تېره اونۍ، د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې وویل، د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شوو محدودیتونو له امله له نړۍوالو سره د اسلامي امارت د تعامل مخه نیول شوې ده.
همداراز، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، ځيني هېوادونه له اسلامي امارت سره تعامل ته لېواله دي، خو يو شمېر هغه هېوادونه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ماتې خوړلې، له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، د دوحې هوکړې له مخې د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور له سره پیل کړي او که امریکا په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، نور هېوادونه به هم په دغه هېواد کې خپل سفارتي حضور بېرته پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي ویلي چې اسلامي امارت په نااعلان شوي ډول د ځينو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی دی.
متقي زیاته کړې: «دمګړۍ په کابل کې د چین، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او د پاکستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو سفارتخونې پرانېستې دي. د قزاقستان، قرغیزستان او روسیې سفارتونه هم دلته پرانېستي دي. د هند، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو سفارتونه هم خلاص دي. د سعودي عربستان سفارت هم فعال دی؛ خو یوازې ډيپلوماټان یې وتلي او ښايي په نږدې راتلونکي کې بېرته راشي.»
د نجونو زدهکړې
اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او دغهراز پوهنتونونه تر دویم امر پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي څو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حللاره پیدا شي.
تېره اونۍ په کابل کې یو شمېر ښځو د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ او د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې وکړه؛ دوی وویل چې تعلیم او تحصیل باید سیاسي نه کړای شي.
د راپورونو له مخې، د ياد لاريون درې ګډونوالې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شوې، خو بېرته خوشې شوې دي. د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې له سرپرست حکومته غوښتي و چې نیول شوې ښځې خوشې کړي.
تېره اونۍ، په واشنګټن کې د اېټالیا سفارت «د افغانستان ښوونیز ناورین» په نامه غونډه جوړه کړې وه او د افغانستان له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ښوونځیو پرانیستلو لپاره یو کره وخت مشخص کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازو پر پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا د بشري حقونو موضوع ده.
د ویسا نیول کېدل
تېره اونۍ د قلم لار ټولنې مشر او د زدهکړو برخې فعال مطیعالله ویسا په کابل کې ونیول شو. د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او د بشري حقونو څار نړۍوال سازمان ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل او د زدهکړو برخې ځينو فعالانو د ویسا پر نیول کېدو خواشیني وښوده او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په افغانستان کې هیڅوک باید له خپلو او نورو حقونو څخه د دفاع له امله ونه نیول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې ويسا د خپلسرو فعالیتونو له امله د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
هغه وایي: «ده غونډې جوړولې، ځیني تحرکات یې درلودل او د نظام ضد ځينې هڅونې یې درلودې او په همدې دلیل نیول شوی چې څېړنې ترې کېږي.»
د مرستو دوام
تېره اونۍ، جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۲۱ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړ او اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان ته یې ۱۰۰ ټنه طبي توکي او درمل استولي او له اړو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.
د امریکا متحده ایالتونو ویلي چې له افغانستان سره یې په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې په بشري برخه کې کابو یونیم مېلیارد ډالر مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، دوی په دغه هېواد کې د مرستو لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
Views: 125
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP