ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
11 Apr 2023 - 13:50
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
11 Apr 2023 - 13:50

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان مرکزي بانک نن (سه‌شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د افغانستان بانک په داسې حال کې د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې په دې موخه په ۷۱ ځلونو کې ټولټال  ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي وو.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.