ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي

پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
16 Apr 2023 - 14:28
پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
16 Apr 2023 - 14:28

ښرنه (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): پکتیکا ولایت ته کلونه مخکې ورغلي وزیرستاني کډوال له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

یاد کسان چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې مېشت دي وايي، د سرپناه، خوړو، روغتيا او پوهنې په برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي، هڅه کوي چې د یادو کډوالو ستونزې حل کړي.

د سیدګي قوم ملک میرزل چې د یاد ولایت د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې اوسېږي، پژواک خبري آژانس ته وویل: «اته کاله کېږي چې موږ دلته راکډه شوي یو، په وار وار خلک راغلي، ژمنې يې کړې او نومونه يې لیکلي، وايي چې کورونه به درته جوړ کړو خو تر اوسه يې نه کورونه راته جوړ کړي او نه يې د خیمو مرسته راسره کړې ده.»

نوموړی وايي، حکومت او نور مرستندویه بنسټونه دې د دوی د ستونزو په حلولو کې مرسته ورسره وکړي.

هغه وویل: «افغان حکومت دې زموږ لپاره د کورونو جوړولو کې مرسته وکړي، تر څو موږ د غرونو په لمنو کې د اوړي له ګرمیو او د ژمي له واورو څخه پکې خوندي شو.»

د مټاخېل قوم مشر شهزاد -چې شاوخوا اته کاله مخکې له وزیرستانه پکتیکا ته کډه شوی- وویل، د دوی د اوسېدو په سیمه کې روغتون او ښوونځی نشته، ماشومان يې له زده‌کړو محروم دي او ناروغان یې روغتون ته په اسانه نه شي لېږدولی.

هغه وایې: «موږ کډوال دلته په ډېرو مشکلاتو کې ژوند کوو، د ناروغانو لپاره چنده کوو چې بیا یې تداوي وکړو، کورونه خو نه لرو خو خېمې هم نه لرو او نه مو ماشومانو ته ښوونځي شته.»

بلخوا، د پکتیکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له مېشتو وزیرستاني کډوالو سره مرستې شوې او هڅه يې دا ده چې ټولو ستونزو ته حل‌لار پیدا کړي.

د یادې ادراې مالي او اداري آمر محمدشریف ظهور پژواک خبري اژانس ته وویل: «اوس په پکتیکا کې ۲۶۰۰ وزیرستاني کورنۍ ژوند کوي چې ۲۵۴۰ کورنۍ يې په برمل او ۶۰ کورنۍ په اورګون ولسوالۍ کې اوسېږي.»

د هغه په وینا، دغه کډوال له تېرو اتو کلونو راهیسې په یادو سیمو کې مېشت دي.

ظهور زیاته کړه: «موږ د خوړو نړۍوال سازمان په مرستو کې کډوالو ته لومړيتوب ورکړی دی.»

نوموړي وویل، هڅه يې دا ده چې د کډوالو ټولې ستونزې د مرکزي حکومت په مرسته او همکارۍ حل کړي.

د یادونې ده، په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي پکتیکا او یو شمېر نورو سرحدي ولایتونو ته راکډه شول چې ډېری يې لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.