ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د دوحې غونډه د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره نه ده

ملګري ملتونه: د دوحې غونډه د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره نه ده

author avatar
22 Apr 2023 - 09:52
ملګري ملتونه: د دوحې غونډه د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره نه ده
author avatar
22 Apr 2023 - 09:52

کابل (پژواک، ۲ غويي ۱۴۰۱): ملګري ملتونه وايي چې د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي راتلونکې غونډه د افغانستان سرپرست حکومت د پرسمیت پېژندنې لپاره نه، بلکې افغانستان کې د ستونزو هواري لپاره ترسره کېږي.

درې ورځې مخکې ځینو رسنیو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد له قوله خبر خپور کړی و چې راتلونکې میاشت د هېوادنو له ځانګړو استازو سره په قطر کې د افغانستان په تړاو نړۍواله ناسته کېږي او موخه یې د افغانستان د سرپرست حکومت د پر رسمیت پېژندنې په اړه سلا مشورې ښودلې وې.

خو وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق یوې خبري غونډې ته ویلي، د افغانستان په اړه راتلونکې غونډه  افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

هغه وايي، ټاکل شوې چې دغه غونډه د می میاشتې په لومړۍ او دویمه په دوحه کې جوړه شي.

هغه زیاته کړه: «د می په اوله او دویمه د دوحې کنفرانس د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره نه دی. موږ نه غواړو چې په دې اړه کومه اندېښنه شتون ولري. دا غونډه چې په یو بند او خصوصي چاپېریال کې ترسره کېږي، موضوع یې د موجودو ننګونو په اړه د یوې واحدې اجماع رامنځته کول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی.

Views: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.