ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان وارداتي برېښنا کې ستونزه؛ د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه په تیارو کې ډوب شول

د ازبکستان وارداتي برېښنا کې ستونزه؛ د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه په تیارو کې ډوب شول

author avatar
27 Apr 2023 - 03:56
د ازبکستان وارداتي برېښنا کې ستونزه؛ د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه په تیارو کې ډوب شول
author avatar
27 Apr 2023 - 03:56

[restrict paid=”true”]

پلخمري (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان برښنا شرکت  وایي چې د  ازبکستان وارداتي برښنا مزو کې د تخنیکي عارضې له امله د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې پرېښنا پرې شوې ده.

د برښنا شرکت لخوا دشپې ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لېږد مزي د پُلخمري – کابل په مسیر کې د تخنېکي عارضې له امله پرچاو شول.

سرچینې زیاته کړې، نن ماښام د (۷:۰۰) بجو په شاخوا کې د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي د پُلخمري – کابل ترمنځ مسېر او پُلخمري سب سټېشن کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شول، چې له امله یې پر کابل او اړوند مسېر کې پرتو ولایتونو باندې وارداتي برېښنا پرې شوه.

برښنا شرکت ویلي، ددې عارضې بېړنۍ ستونزې د رفع کولو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت رهبري او تخنېکي کارکوونکي د ژر حل لپاره هڅه کوي

بلخوا د بغلان ولایت د والي ویاند ملا عالم مجیدي وایي پلخمري کې د ازبکستان هیواد په وارداتي برېښنا مزو کې تخنیکي ستونزه را منځته شوې

هغه پژواک اژانس ته وویل، د پلخمري په برېښنا کوټ کې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له امله د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوې او د هواري لپاره یې  تخنیکي ټیم له کندوز څخه بغلان ته پر لاره دی تر سهاره به برېښنا بیرته عادي شي.

د بغلان ولایت د برېښنا شرکت ریس ملا سردار ولي حمزه پلخمري کې د وارداتي برېښنا په مزو کې تخنیکي ستونزه تایید کړه او ویې ویل چې د پلخمري  کرکر په نوم وارداتي برېښنا کوټ کې دتخنیکي ستونزې له امله وارداتي برېښنا بنده شوې .

هغه وایي تخنیکي ټیم  برېښنا کوټ کې د ستونزې پر هواري بوخت دی او ژر ده چې برېښنا بېرته وصل شي.

[/restrict]

Views: 425

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.