کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد وايي، سرپرست حکومت د غويي اوومې کودتا د یوي تورې ورځې په توګه غندي، د غويي اتمه نمانځي او د هېواد د ازادۍ ورځ يې بولي.
هغه زياتوي: « د ۱۳۷۱ د غويي ۸ مه نېټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونېزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.»
مجاهد وايي: «دا چې زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغاله آزاد شوی، اسلامي نظام قایم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ شي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP