ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي

مجاهد: هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي

author avatar
28 Apr 2023 - 10:55
مجاهد: هڅه کوو د ملت د قربانیو ثمره ضایع نشي
author avatar
28 Apr 2023 - 10:55

کابل (پژواک، ۸ غويی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د غويي اوومه توره او د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ ورځ بولي او زياتوي، دا چې افغانستان له «امریکایي اشغاله» آزاد شوی، هڅه کوي څو د دې ولس د لسګونه کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد وايي، سرپرست حکومت د غويي اوومې کودتا د یوي تورې ورځې په توګه غندي، د غويي اتمه نمانځي او د هېواد د ازادۍ ورځ يې بولي.

هغه زياتوي: « د ۱۳۷۱ د غويي ۸ مه نېټه د افغان ملت د بري، ازادي او نجات ورځ ده چې د افغان مجاهد ملت قربانیو نتیجه ورکړه او زموږ ولس او هېواد د کمونېزم له ښامار څخه نجات حاصل کړ.»

مجاهد وايي: «دا چې زموږ هېواد تازه له امریکایي اشغاله آزاد شوی، اسلامي نظام قایم شوی؛ نو اسلامي امارت به هم نهایت تلاش کوي، څو د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره ضایع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام  په بشپړه توګه نافذ شي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.