[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په غوڅ اکثریت سره د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه وغندل.
د امنیت شورا په دغه پرېکړهلیک کې –چې څه باندې ۹۰ هېوادونو یې ملاتړ کړی او د پنجشنبې په ورځ د دغې شورا د ټولو ۱۵ غړو په اتفاق سره تصویب شو- ویل شوي، په افغانستان کې په نړۍوالو او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز «بشري حقونه او بشري اصول کمزوري کوي.»
امنیت شورا له ټولو هېوادونو او سازمانونو څخه وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي، څو سرپرست حکومت د ښځو پر وړاندې خپلې پالیسۍ او کړنې بدلې کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په دغه هېواد کې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، اسلامي امارت ښځې له ثانوي زدهکړو او پوهنتونونو څخه منع کړې، همداراز په ډېری دولتي دندو او د ملګرو ملتونو په ګډون نادولتي داخلي او نړۍوالو موسسو کې له کار کولو څخه منع شوې، عامه پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تګه بېبرخې شوې.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ نمبر پرېکړهلیک د دې خبرې هرکلی کوي چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي په اړه د امنیت شورا قوي ژمنتیا بيا تازه کوي؛ د افغانستان د خلکو، د یوه سولهییز، باثباته، سوکاله افغانستان او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هېواد حاکمیت له اصل څخه ملاتړ کوي.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان څواړخيزو ننګونو ته د حللارو موندلو پر اړتيا ټينګار د هرکلي وړ دی.
سرچینې زیاته کړې، افغانستان له څو لسیزو راهیسې جګړو ځپلی چې ډېری یې د بهرنیو قدرتونو له خوا تحمیل شوې دي. له جګړې څخه وروسته هېواد بیارغونې، د بندیزونو او محدوديتونو بې له کوم قيد او شرط لرې کولو او له هېواد سره بشردوستانه او پراختیایي مرستو چمتو کولو ته اړتيا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان ستونزې غيرطبيعي او په هېواد کې د اقتصادي محدودیتونو له کبله رامنځته شوې دي. په داسې حال کې چې د روانو بشردوستانه مرستو قدرداني کوو، پر دې حقيقت هم ټينګار کوو چې روان کړکېچ یوازې پر هېواد د محدودیتونو له لرې کولو او له افغانستان سره د اقلیمي بدلون، اقتصادي، زیربنایي او د خلکو د پرمختیایي اړتیاوو په پوره کولو کې مرستې سره حل کېدای شي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغان مېرمنو د کار کولو محدودیت پرېکړې غندنې څخه نوټ اخستلو ترڅنګ، يو وار بيا ټینګار کوو چې د نړۍوالو قوانینو او د غړو هېوادونو له خوا له قوي ژمنې سره سم چې د افغانستان مستقل انتخابونو ته به درناوي کېږي، دا د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه مسله بولو چې په بهرنیو هېوادونو هېڅ اغېزه نه لري. موږ د افغان مېرمنو حقوقو ته ژمن یو او په ډاګه کوو چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.»
سرچینې زیاته کړې، د پرېکړهلیک له هغه اعتراف څخه هم هرکلی کوي چې ښکېلتیا يې یوازینۍ حقیقي لاره بللې ده.
سرپرست حکومت ویلي: «موږ چمتو يو چې له ګاونډیو، سیمهییزو او د نړۍ هېوادونو او سازمانونو سره د دوامداره خبرو اترو او تعامل له لارې د بشري لاسرسي، اقتصادي بیارغونې، ترانزیټ، سوداګرۍ، د افغانستان مرکزي بانک شتمنیو ته لاسرسي، پراختیا، امنیت، مخدره توکو او نورو برخو کې ګډ کار وکړو.»
[/restrict]
Views: 318
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن