Pajhwok Afghan News

نورستان ته ورغلي سیلانیان د کونړ-نورستان سړک د اساسي رغولو غوښتنه کوي

پارون (پژواک، ٩ غويی ١۴٠٢): په دې ورستیو کې د هېواد له ګوټ ګوټه نورستان ولایت ته ورغلي سیلانیان د نورو ستونزو د حل کېدو ترڅنګ، د نورستان-کونړ سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي؛ خو چارواکي وایي، وخت پر وخت به د سيلانيانو پر مخ پرتې ستونزې حل کېږي.

دغه سیلانیان، نورستان د سيل او سياحت لپاره په هېوا د کې یو غوره ځاى بولي، خو وايي چې تر اوسه پکې د سيلانيانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې نه دي .

حاجي رفیع‌الله چې له خپلو یو شمېر ملګرو سره د کندهار ولايت له پنجوايي ولسوالۍ څخه نورستان ته په چکر ورغلى وايي، په لاره کې یې ډېرې ستونزې وګاللې خو کله چې د کونړ او نورستان ښېرازه سيمو ته ورسېد، ستړيا يې هيره شوه.

هغه زياتوي، د نورستان ولايت ښکلا يې ډېره خوښه شوه خو د لارې خرابوالي يې کوچني موټر ته ډېر زيان ورساوه او دوى يې هم له ستونزو سره مخ کړل.

نوموړی له حکومته غواړي چې د یاد ولايت طبیعي ښکلا ته په کتو دې ورته سړک اساسي ورغوي، څو سيلانيان هرې سيمې ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي او له طیبعي منظرو څخه یې خوند واخلي.

حاجي اغا هم له کندهاره د راغلو سيلانيانو د لس کسيزې ډلګۍ مشري کوي او وايي، د سړک خرابوالي ترڅنګ په دغه ولايت کې د اوسېدو لپاره مناسب ميلمستونونه هم نشته او دوى اړ دي چې له ځان سره خيمې ور وړي څو شپې پکې سبا کړي.

هغه وايي، له يوې خوا په نورستان کې هوا سړه ده او له بلې خوا په خيمو کې د شپې تېرول هم د دوى ملګري ننګولي او سفر څخه يې پوره خوند وانخيست .

د حاجي اغا په خبره، که د هېواد پانګه‌وال دلته پانګونه وکړي نو هم به  ګټه وکړي او هم خدمت؛ ځکه چې دلته معیاري هوټلونه نشته .

بلخوا بیا، د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي سميع‌الحق حق‌بيان وايي، دوى سږ کال د نورو کلونو په پرتله د سيلانيانو په برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې درلودې چې په خبره يې، د پارون برېښنا بند کې يې د افغان ټور ادارې له لوري شپږ کوچنۍ کښتۍ د سيلانيانو د تفريح او چکر په موخه ځاى پرځاى کړې دي.

د نوموړي په وینا، همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سږ کال یوې زانګو جوړولو ته بودجه ځانګړې کړې او تمه لري چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

مولوي حق‌بيان وویل، دوى د معیاري هوټلونو او نورو تفريحي ځايونو جوړولو پلانونه هم لري او وخت پر وخت به د سيلانيانو پر مخ پرتې ستونزې حل کېږي.

د نورستان د ټولګټو چارو ریيس مولوي احمدنبي هم  له پژواک خبري آژانس سره په خبرو کې وويل، دوى د ياد سړک د اساسي رغونې په هڅه کې له اړوند وزارت سره په تماس کې دي او هغوى ډاډ ورکړى چې له «شټاپ» سيمې تر «ترڼيک» پورې سړک سږ کال د واشونو او پلچکونو د جوړېدو په برخه کې يوه پروژه عملي کېږي چې سروى او ډېزاين چارې به يې ژر پېل شي؛ همدارنګه دوى وخت پر وخت د ياد سړک هوارکاري کوي، خو دا چې په نورستان کې سخت بارانونه او واورې ورېږي نو ياد سړک وخت پر وخت تخريبېږي او دوى يې بيا بيا جوړوي.

نورستان د هېواد په ختيځ کې سمسور غرنى ولايت دى چې له ۱۳۹۸ کال راهيسې د ملي پارک په نوم نومول شوى، خو په رغنيزه برخه کې ورته په تېرو وختونو کې پاملرنه نه ده شوې او تر اوسه هيڅ قير سړک نه لري، لارې يې خامه دي چې د کوچنيو موټرو تګ راتګ ورته له ستونزو ډک وي.

Views: 138

Exit mobile version