ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ شل کلنه شخړه پای ته ورسېده

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ شل کلنه شخړه پای ته ورسېده

author avatar
2 May 2023 - 19:14
بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ شل کلنه شخړه پای ته ورسېده
author avatar
2 May 2023 - 19:14

فیض‌اباد (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمه‌ییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.

د دغو سرچینو په خبره، د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د کج‌ګردن او سرلوله کليو اوسېدونکو له ۲۰ کلونو راهیسې د کرنیزو اوبو پر سر جنجال درلود.

د بدخشان ولایت د مقام دفتر رییس قاضي خیرالله حکیمي چې د امنیې قوماندانۍ، امربالمعروف او شکایتونو اورېدو، کرنې ریاستونو او د عالمانو شورا د استازو د ګډ پلاوي مشري یې کوله او د یادې شخړې د هواري لپاره یې خاش ولسوالۍ ته سفر کړی و وویل، قضیه یې له نږدې په هراړخیز ډول وڅېړله او د شخړې له دواړو لورو، د ولسوالۍ له قومي مشرانو او مسوولینو سره یې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: «هغه ارزونې چې له سیمې مو درلودې، د کرنیزو اوبو ویاله چې د دې ولسوالۍ له دهپاره کلي سرچینه اخلي او د علي، سوخته او سرلولې دښتو سلګونه جربی ځمکې خړوبوي، د یادو دواړو کلیو ترمنځ د دښمنۍ اصلي لامل دی چې د کج ګردن کلي خلکو د سرلولې کلي اوسېدونکو ته د اوبو حق نه ورکاوه چې د پلاوي په منځګړیتوب دغه شخړه هواره شوه.»

هغه وویل، په یادو کليو کې چې ترمنځ یې شخړه رامنځته شوې وه، سلګونه کورنۍ اوسېږي او په هغه دښتو کې چې پر اوبو یې جنجال راغلی و، زرګونه جریب کرنیزه ځمګه موجوده ده.

د حکیمي په وینا، دغه شخړه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د یادو دوو کلیو اوسېدونکو ترمنځ پېښه شوې وه، د دواړو لورو په خوښه پای ته ورسېده.

د بدخشان ولایت د مقام له لوري استول شوی پلاوی وايي، دغه شخړه د ۱۳۸۲ کال د پرېکړې له مخې چې په اوونۍ کې به ۳۶ ساعته اوبه سرلولې کلي، ۶ ساعته به ظلم‌اباد او پاتې اوبه به د کج ګردن کلي او دغه راز یو اېنچ اوبه به د تل لپاره د دشت سوخته کلي اوسېدونکو ته ورکول کېږي، حل شوه.

د هغه په وینا، د شخړو دواړو لورو پرېکړه په ورین تندي ومنله او ژمنه یې وکړه چې په سوله او وروۍ کې به خپلو کرنیزو چارو ته دوام ورکوي او په راتلونکي کې به له شخړو او اختلافاتو څخه ډډه کوي.

Views: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.