ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

author avatar
2 May 2023 - 14:07
بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي
author avatar
2 May 2023 - 14:07

پلخمري (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۲): د بغلان د ترافیکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او یو ټپي دی.

د یاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه‌نیمې بجې د کرولا او هینو موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په یاده ترافیکي پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي او یو بل کس ټپي شوی دی.

بلخوا، د بغلان د ولایتي روغتون آمر ډاکټر شاه‌ولي احمدزي هم پژواک ته وویل، دوی ته د یادې ترافیکي پېښې له ځایه شپږ مړي او یو ټپي ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ټپي کس روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

یاده دې وي، دوه اونۍ وړاندې هم په بغلان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Views: 230

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.