ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د سمنګان په لرغونو ساحو کې دې د خپلسرو کیندنو مخنیوی وشي

4 May 2023 - 16:17
4 May 2023 - 16:17

ایبک (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): په سمنګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي، حکومت دې د دغه ولایت په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي او د هغو ساتنې او مراقبت ته دې جدي پاملرنه وکړي.

خو د یاد ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي، هیچاته په لرغونو ساحو کې د کیندنې اجازه نه ورکول کېږي.

د سمنګان ولايت يوه مدني فعال فیض‌الله قاضي‌زاده د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې تاريخي اثار د یوه هېواد د تمدن مخینه او پټې شتمنۍ دي چې باید ساتنه ترې وشي.

هغه زیاته کړه، افغانستان پنځ زره کلن تاریخ لري، ډېرو واکمنانو په دغه خاوره کې واکمني کړې او له هغو څخه ډېر تاریخي اثار او ځایونه پاتې دي.

هغه له حکومت او خلکو وغوښتل څو د سمنګان د لرغونو ابداتو په ساتنه او پالنه کې له هيڅ راز هلوځلو ډډه ونه کړي او د دغه ولایت د تاريخي اثارو ساتنې لپاره دې د خپلسرو کيندنو مخه ونیسي.

د سمنګان یو بل مدنی فعال حمیدالله احمدي په دې اړه وویل: «د یوه هېواد لرغوني ابدات د هغه هېواد د فرهنګ او هویت ښکارندويي کوي، د دغو اثارو ساتنه د دې لامل کېږي څو د یوه هېواد له تاریخي اړخونو سره ډېر اشنا شو او دا ایجابوي چې د ساتنې لپاره یې لا ډېرې هڅې وکړو.»

نوموړی هم د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې د تاریخي او مقدسو ځایونو ساتنې او مراقبت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمدامین عزيزي د دغه ولایت د تاریخي ابداتو بد حالت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په سمنګانو کې د تاریخي ځایونو، سپیڅلو اماکنو او زیارتونو په ګډون له ٩٠ تاريخي ځایونه شته چې په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري.

نوموړي زیاته کړه، دغه تاریخي ساحې د ویجاړېدو په حال کې دي او که مخه یې ونه نیول شي نو ډېر ژر به له منځه لاړې شي.

نوموړي د کوکجر هزارسم، د ایبک پخواني ښار بالاحصار، د روی‌دوآب ولسوالۍ هزارسم، د انوشیروان عادل تخت، د چنگیز تخت، کهنه‌قلعه لنګر او نورو تاریخي ځایونو نومونه یاد کړل او د سمنګان لرغونو ساحو د ساتنې لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د هغه په وینا، د رستم تخت د سمنګان یو له تاریخي او مشهورو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې نړۍوال هویت لري او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر په تېر حکومت کې د تخت رستم د ډبرینې استوپې د جوړولو په تړاو د یوې لویې پروژې له پلې کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه تاریخي ابده یوه عایداتي سرچینه ده چې هر کال سلګونه سیلانیان ترې لیدنه کوي.

هغه په تېر حکومت کې په تاریخي ځایونو کې د خپلسرو کیندنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د خپلسرو کیندنو په تړاو موږ ته کوم راپور نه دی رسېدلی.»

هغه د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د زورواکو له لوري د تاریخي او لرغونو ځایونو د غصب مخه ونیسي او تاریخي ځایونو او اثارو ته د لا ډیرې پاملرنې غوښتونکی شو.

بل پلو، د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قومانداني له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ هیچاته اجازه نه ورکوي چې په تاریخي، لرغونو او هغو ځایونو کې چې عتیقه اثار شته، کیندنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د قانون له مخې، په تاریخي ساحو کې کیندنه جدا منع ده او خلکو ته زموږ ډاډ دا دی چې یاده برخه کې اندېښنه ونه لري او د دغه کار اجازه هیچاته نه ورکول کېږي.»

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version