ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د دیني مدرسو د ښځینه زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی

غزني کې د دیني مدرسو د ښځینه زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی

غزني ښار (پژواک، ١۴ غويی ۱۴۰۲ ): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ډېرو نجونو په دیني مدرسو کې زده‌کړو ته مخه کړې ده؛ په ورته وخت کې، د پوهنې ریاست هم تاییدوي چې په غزني کې د مدرسو شمېر د پخوا په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

په یاد ولایت کې یو شمېر نجونې وايي، که څه هم د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د دوی پر مخ تړل شوې، خو دیني مدرسو ته بیا د نجونو پر ورتګ هیڅ بندیز نشته او دوی کولای شي چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

د ‌»ذوالفقار» د نجونو دیني مدرسې بنسټګره او استاده زهرا نظامي وايي، دغه مدرسه یې په دې وروستیو کې په غزني ښار کې جوړه کړې او دا مهال پکې شاوخوا ۵۰۰ ښځې او نجونې زده‌کړې کوي.

نوموړې وايي: «د تېرو کلونو په پرتله په غزني ښار کې د مدرسو د زده‌کوونکو شمېر څو برابره ډېر شوی چې لامل یې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل دي.»

د هغې په خبره، په مدرسو کي یوازې دیني مضامین تدریسېږي او لا هم په دې برخه کي د ښځینه زده‌کوونکو شمېر مخ په لوړېدو دی.

د «سرور کاینات» په نوم د نجونو مدرسې یوه ۱۶ کلنې زده‌کوونکې حسناء له پژواک سره په خبرو کې وویل: «زه د لسم ټولګي زده‌کوونکې وم، ښوونځی مو وتړل شو، اوس غواړم په مدرسه کې قران‌کریم او نور دیني مضامین زده کړمه.»

نوموړې زیاتوي: «ما خپله غوښتل چې ژورنالیسته شم او خپلو هېلو ته ورسېږمه، خو داسې ونه شول، دلته د دیني زده‌کړو په برخه کې پر تګ بندېز نشته، نو مې ښه وپتېیله چې دیني اړخ هم ولولم.»

په غزني ښار کې د مدرسې یوه بله ۱۷ کلنه زده‌کوونکې عادلې پژواک ته وویل: «دا دوې میاشتې تر مخه مدرسې ته شامله شوم، غواړم خپلې دیني زده‌کړې هم پای ته ورسوم، ما غوښتل چي په راتلونکي کي ډاکټره شم، خو اوس داسې انګېرم چي دغه کار هیڅ امکان نه لري، نو مې ځکه په مدرسه کي دیني درس ته مخه کړه.»

بلخوا، د ښځو حقونو یو شمېر فعالاان بیا وايي چې اسلامي زده‌کړې اړینې دي، خو د عصري زده‌کړو زمینه هم باید برابره شي.

په غزني کي د ښځو حقونو یوې فعالې آرزو نېکزاد ښوونځي او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز په اړه وايي، زده‌کړه یو بشري حق دی چي په نړۍواله کچه په رسمیت پېژندل شوی او د افغانستان په څېر هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.

نوموړې زیاتوي، له دیني زده‌کړو سره مخالف نه يو؛ ځکه په افغانستان کې له پېړيو راهیسې په مدرسو کې دیني زده‌کړې تر سره کېږي، خو وايي چې عصري زده‌کړو لکه طب، حقوق، ژورنالیزم او نورو ته دې هم پاملرنه وشي.

هغې په ورته مهال پر نجونو غږ وکړ چې په دیني مدرسو کې دې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ ځکه په وینا یې چي مدرسې د قران‌کریم او اسلامي زده‌کړو ته ځانګړې شوې او له دوی سره مرسته کوي څو خپلو موخو ته ورسېږي.

په همدې حال کې، یو شمېر هغه نجونې چې په دیني مدرسو کې پر زده‌کړو بوختې دي، له حکومته د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه هم کوي.

په ورته وخت کې، د غزني د پوهنې ریاست ویاند صبغت‌الله احمدي پژواک ته په مدرسو کې د نجونو د شمېر زیاتوالی تاییدوي او وايي، دغه اداره په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري نه سپموي.

هغه زیاتوي، په غزني کې د نجونو مدرسو شمېر تر ۴۰۰ پورې رسېږي چې شاوخوا ۴۰ زره نجونې پکې زده‌کړې کوي.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې یوازې دوه د ښځو مدرسې رسمي او نورې ټولې غیررسمي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت په وخت کې په غزني ولایت کې د نجونو شاوخوا ۲۰۰ مدرسې فعالې وې.

د یادونې ده، په یاد شمېر مدرسو کې وړې، لویې، د کورونو، جوماتونو او نورې مدرسې هم شاملې دي.

باید وویل شي چې د رسمي شمېرو پر بنسټ، دا مهال په غزني کې ۷۶۲ ښوونځي له پوهنې وزارت سره ثبت او راجستر دي، خو له دې ډلې ۷۱ یې د نجونو ښوونځي دي چې پکې ۱۳۲ زره نجونې پر زده‌کړو بوختي وې. په غزني کې د نجونو ښوونځيو له بندېدو وروسته اوس یوازې تر شپږم ټولګي پورې لس زره نجونې ښوونځيو ته ځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.