کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې له هغه غوښتي څو د سوداګرۍ ودې په موخه افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ا.ا لېواله دی چې له دغه هېواد سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سريک ژومانګارین سره وکتل.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن سهار کابل ته را ورسېد.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ په اړه خبرې وشوې.
متقي ویلي، اسلامي امارت لېواله دی چې قزاق لوري سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.
هغه د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي غوښتي چي د ویزو په ورکړه کي دې اسانتیاوې رامنځته شي.
یاد وزارت لیکلي چې متقي د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانګونه ګټوره وبلله او هيله يې څرګنده کړه څو دواړه هېوادونه وکولای شي چې سيمهييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.
متقي وړانديز کړی چې افغانستان او قزاقستان دې په ګډه د سيمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ټرانزيټ په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ژومانګارين کابل ته د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه یاده کړې ده.
ده ویلي چې هېواد يې غواړي د افغانستان هرات ولايت کې د ټرانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP