ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ښوونځیو مسوولین او زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښته شکایت کوي

دایکنډي کې د ښوونځیو مسوولین او زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښته شکایت کوي

author avatar
8 May 2023 - 19:25
دایکنډي کې د ښوونځیو مسوولین او زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښته شکایت کوي
author avatar
8 May 2023 - 19:25

نیلي (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): په دایکنډي کې د پوهنې مسوولین او زده‌کوونکي وايي چې په ښوونځیو کې د ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي او له اړوندو ادارو غواړي چې د دې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شي.

دوی د درسي کتابونو کموالي خبره هم کوي او وايي، که څه هم ښوونځیو ته یو شمېر کتابونه وېشل شوي خو کافي نه دي.

د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د ښوونکو له کموالي شکایت کوي او وايي چې د ولایت په کچه څه باندې دوه زره او ۲۰۰ نوو ښوونکو ته اړتیا لري.

خو په دایکنډي کې د یوه ښوونځي امر امان ریاضت وايي، دوی په ښوونځي د معلمانو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي او شته ښوونکي نه شي کولای ټولو زده‌کوونکو ته درس ورکړي؛ ځکه د درسي ټولګیو شمېر ډېر دی.

هغه زیاته کړه چې مخکې به دغه ستونزه د بالمقطع او حق‌الزحمه ګومارنو له لارې هوارېده؛ خو اوس دغه بهیر له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه: «زموږ په ښوونځي کې معلمان ډېر لږ دي، درسي ټولګي ډېر دي، ښوونکي له قانوني پلوه مکلفیت نه لري چې دوه وخته درس ورکړي خو زموږ معلمان له مجبوریته دوه وخته درس ورکوي.»

هغه څرګنده کړه: «د درسي کتابونو ستونزه تر یوې کچې هواره شوې، زموږ په ښوونځیو کې درسي کتابونه ووېشل شول، خو د ښوونکو د کمښت ستونزه ډېره جدي ده.»

د ښوونځي زده‌کوونکی حیدرعلي هم د ښوونکو او درسي کتابونه له کموالي شکایت کوي.

هغه پژواک ته وویل، د ښوونیز کال له پیله تر اوسه يې د ښوونکو د کمښت له امله یوه ورځ هم په ټولو درسي ساعتونو کې درس نه دی ویلی.

د هغه په خبره، د ورځې له څو درسي ساعتونو لږ ساعتونه درس ورکول کېږي؛ ځکه چې ښوونکي رسېدنه نه شي ورته کولای.

نوموړي زیاته کړه: «هر ټولګی څو درسي شعبې لري؛ ښوونکي ډېر کم دي، هره ورځ ټولو ټولګیو ته رسېدنه نه شي کولای.»

حیدرعلي وویل، دا ستونزه یې څو ځلې د ښوونځي له امر سره شریکه کړې خو د هواري لپاره یې تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

که څه هم دی وايي چې د کتابونو د کمښت ستونزه شته خو زیاتوي چې یو شمېر یې له بازاره پېرلي دي.

بل‌خوا، د دایکنډي ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت یو شمېر ښوونځي ودانۍ او ځینې نور یې بیا کافي ټولکي نه لري.

د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکی فهیم وايي چې د ښوونکو کمښت دوی اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دې ته اندېښنه لرو چې د اولادونو وخت مو ضایع شي، ښوونځي ته لاړ شي خو لازم درس ورنه کړل شي.»

هغه له حکومته غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او پرې‌ نه‌ږدي چې د زده‌کوونکو راتلونکی خراب شي.

په دایکنډي کې مدني فعال رحمان وايي چې د ښوونکو د کمښت ستونزه له مخکې د پوهنې پر وړاندې موجوده ده.

هغه وویل چې مخکې به د ښوونکو د کموالي ستونزه د قراردادي او حق‌الزحمه ګومارنو له لارې حلېده او ډېری درسي توکې به خپله زده‌کوونکو اخیستل.

هغه زیاته کړه: «د ښوونکو، درسي توکو او ښوونځیو د ودانیو کمښت په حقیقت کې د علم او پوهې د زده‌کړې په ډګر کې زموږ د هېواد د په ځانګړې توګه د دایکنډي ولایت د ځوانانو پر وړاندې لوی خنډ دی.»

نوموړي وویل، پر دې سربېره چې د زده‌کوونکو وخت ضایع کېږي، سم درس هم نه روکول کېږي چې دا کار ټولنې ته د لوی زیان اوښتو لامل کېږي.

په ورته مهال، د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دا مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۳ زره او ۲۴۸ ښوونکي پر دندو بوخت دي.

د دایکنډي د پوهنې یاست سرپرست او د عمومي تعلیماتو امر عنایت‌الله سهار وویل چې دغه ولایت دوه زره او ۲۰۷ نوو ښوونکو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «د ښوونکو د کمښت ستونزه هر ځای شته؛ موږ یو مېکانېزم جوړ کړی چې د نجونو ښوونځې چې اوس رخصت دي، ښوونکي مو یې خدمدتي استولي، هغه ښوونځیو ته چې اصول صنفي لري او ښوونکي په‌کې کم دي.»

هغه څرګنده کړه چې د ښوونکو د کموالي ستونزه یو څه هواره شوې او دوی یې د بشپړ هواري په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې څه باندې ۱۲۸ زره او ۱۴۵ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.