ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړول شوي

نورستان کې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړول شوي

author avatar
9 May 2023 - 14:01
نورستان کې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړول شوي
author avatar
9 May 2023 - 14:01

پارون (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د نورستان چارواکي وایي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې نږدې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو د نورستان یو شمېر اوسېدونکي بیا له حکومته غواړي چې په بدیل کې یې له بزګرانو سره مرسته وکړي.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د شرقي او غربي درو په ځینو لرو پرتو سیمو کې خلکو کوکنار کرلي وو چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس د یاد ولایت چارواکو یې د اړولو کمپاین پیل کړ چې په پایله کې یې په سوونو جریب کوکنار واړول شول.

د هغه په خبره،  یاد کمپاین  په کامدېش، برګمتال، دواب، نورګرام او وانت‌وایګل ولسوالیو کې ترسره شوی چې په ترڅ کې یې په تېره یوه میاشت کې ۱۵۰۰ جریب کوکنار اړول شوي او په ډېرو کمو سیمو کې پاتې کوکنار به هم واړول شي او صفر به شي.

دی زیاتوي، واما او منډول هغه دوه ولسوالۍ دي چې سږ کال په کې هیڅ کوکنار نه وو کرل شوي او خلکو په خپله دغه حرام بوټی نه و کرلی.

د نورستان د والي ویاند په وینا، ښايي په ځینو لرو سیمو کې په لږه اندازه د کوکنارو کښتونه پاتې وي خو په خبره یې، د دوی امنیتي او استخباراتي کسان ورپسې دي او ژر به یې له منځه یوسي.

د نورستان اوسېدونکي هم په په دغه کار خوښ دي او زیاتوي چې باید له بزګرانو سره مرسته وشي څو د دغه بوټي په بدل کې بل کښت وکړي او خپله ګوزاره روانه کړي.

د برګمټال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالقهار عادل پژواک ته وویل: «خوښ یم چې زموږ په سیمه کې په کمه اندازه کرل شوي کوکنار هم واړول شول خو دهقانانو سره باید د بدیل کښت په برخه کې کار وشي څو په راتلونکي کې کوکنار ونه کري.»

د وانت وایګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ګل زمان وایي، باید له بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشي؛ دغه راز هغه بزګران چې کوکنار یې اړول شوي باید په مقابل کې ورسره نغدي مرسته وشي؛ ځکه نورستان کرنیزه ځمکه لږه لري او دا چې کښت یې واړول شو نو دوی خامخا له ستونزو سره مخ کېږي.

د نورستان د کرنې ریاست د کرنیز ترویج امر محمدحنیف افغان پژواک ته وویل چې دوی پخوا هم له بزګرانو سره د کرنیزو تخمونو مرستې کړې او په راتلونکي کې یې هم د موسسو له خوا له بزګرانوانو سره مرستې کېږي.

هغه وایي، د دې ترڅنګ به بزګرانو ته د کښتونو په هکله ټرینینګونه او عامه پوهاوی هم  ورکړل شي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی ولایت دی چې ډېره برخه یې غرونو نیولې او کرنیزه ځمکه یې ډېره لږه ده او خلک یې تر ډېره په مالدارۍ بوخت دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.