ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست حکومت د خصوصي سکټور ودې لپاره نوې پرېکړې وکړې

سرپرست حکومت د خصوصي سکټور ودې لپاره نوې پرېکړې وکړې

author avatar
15 May 2023 - 12:22
سرپرست حکومت د خصوصي سکټور ودې لپاره نوې پرېکړې وکړې
author avatar
15 May 2023 - 12:22

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ودې لپاره انتفاعي مالیه له څلور سلنې دوه سلنې ته راټیټه کړه او قرادادي موضوعي مالیه یې وبښله؛ وايي چې ټول بنسټونه کولای شي د خرڅلاو له سرجمع څخه ۰،۵ سلنه مالیه تحویل کړي.

سرچینه زیاتوي چې حکومت د سوداګرو د پاسپورټونو او ویزو ترلاسه کولو په اړه بېړني اقدامات کوي او د نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره په بندرونو کې د «اسان خدمت» مرکزونه فعالېږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپلې ټوېټرپاڼې په مالیاتو کې د تخفیف په اړه د مالیې وزارت خبرپاڼه خپره کړې او پکې راغلي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوې رامنځته شوې.

د خبرپاڼې له مخې، د صنعت سکټور د ودې او پراختیا لپاره د دغه سکټور څلور سلنه ربع‌واره انتفاعي مالیه دوه سلنې ته راټیټه شوه، د صنعت د ملاتړ او ودې په موخه کرنیز، صنعتي او سوداګریزو سکټورونو ته اووه سلنه قراردادي موضوعي مالیه معاف شوه، د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځيو لپاره څلور سلنه  انتفاعي ربع‌واره مالیه د یو کال (۱۴۰۲ مالي کال) لپاره معاف شوه.

سرچینه زیاتوي: «ټول هغه بنسټونه (له بانکونو، مخابراتي او ټکنالوژي، امنیتي، هوايي، خدماتي، دولتي تصدیو او شرکتونو پرته) چې د مالیاتي اصولو له مخې د بررسۍ وړ دي، هغوی ته اختیار ورکړل شو چې که څوک د فروشاتو له سرجمع څخه  ۰،۵ سلنه د امارت حساب ته جمع کوي او که کوم نهاد یا بنسټ په دې نورم باندي راضي نه وي، نو بیا دې په عادي ډول خپله بررسي وکړي (په دې پرېکړه کې به له فتحي مخکې ټولي د بررسۍ وړ دوسيې د اظهارنامې د وړاندي کولو له نېټې څخه تر ۵ کلونو پورې د اعتبار وړ وي).»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د مالیې وزارت به د نهو میاشتو په جریان کې د پنځو کلونو د بررسۍ موده، یو کال ته راټیټوي.

د سرچینې په وینا، د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو اړوند د پخوانۍ ادارې د وخت بررسي معاف شوه او یاد سکټور به د نورو کلونو لپاره ۰،۶ افغانۍ في لېټر ثابته مالیه د اسلامي امارت حساب ته ورکوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سوداګرو او صنعتګرو ته دې د مرکز په څېر په هر زون کې د پاسپورټونو د وېش اسانتیاوې برابرې شي او د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونه مؤظف دي چې د سوداګرو او صنعتګرو د ويزو اخيستلو ستونزه د ټولو اړوندو هېوادونو له سفیرانو سره شریکه کړي او په پایله کې د سوداګرو او صنعتګرو د ویزو ستونزه حل کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د بانکونو د موجوده حالت په نظر کې نیولو سره دې د پیسو په اجراء کولو کې تدریجي اقدام وشي، د صرافانو د مالیاتو په اړه د مالیې وزارت له خوا له صرافانو سره وروستۍ پرېکړه تائيد ده او له دې وروسته دې مالیه د اظهارنامې په وسیله ورکړي.

سرچینه زیاتوي: «توافق دا وو چې له ۱۴۰۱ مالي کال وروسته او د ۱۴۰۲ مالي کال له پیل څخه به ټول صرافان مالیه د اظهارنامې په وسیله ورکوي.»

سرچینې دا ههم ویلي، زاړه جوازونه چې پخوا صادر شوي او کلونه کېږي چې تمدید شوي نه دي، د مشخص کېدو لپاره دې یوه ګډه کاري کمېټه جوړه او بیا د دغو جوازونو د لغوه کېدو لپاره دې د مالیې او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د دغو شرکتونو مسؤولینو ته وخت ورکړل شي، چې د ټاکلي وخت تر پوره کېدو مخکې خپل مسؤلیتونه خلاص او یا دې هم خپل غیرفعال شرکتونه فعال کړي، د وخت د پوره کېدو په صورت کې به بیا دواړه وزارتونه د لغوه کېدو تصمیم نيسي.

دغه‌راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیا لپاره ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي، څو په ټولو بندرونو کې د اسان خدمت یا واحد چتر مرکزونه فعال کړي او کاري وخت یې د ګمرکونو د کاري وخت تابع وګرځوي.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې په حواله، دغه وزارت او د خصوصي سکټور څلور خونې مکلف دي، ترڅو د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د دایمي حل لپاره یوه ګډه دایمي کاري کمېټه رامنځته کړي او د خصوصي سکټور پر مالیاتي او ګمرکي ستونزو بحث وکړي او د نه حل کېدو په صورت کې یادې ستونزې له مشرانو سره شریکې کړي.

سرچینې لیکلي، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د خصوصي سکټور په همکارۍ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې شته سړې خونې فعالې کړي او د نوو خونو جوړولو په موخه اقدام وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د جوازونو د توزیع لپاره د تجارت او صنعت وزارت له لوري دې د واحد چتر جوړه شوې طرحه تائيد او تطبیق شي او تجارانو ته د سهولت او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه د جوازونو د معیاري وېش لپاره دې د مالیې، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو ترمنځ برېښنايي سیسټمونه یو له بله سره وتړل شي.»

د یادې خبرپاڼې له مخې، د واقعي سوداګرو د تثبیت لپاره د سوداګرۍ جواز تر اخیستلو مخکې اخیستونکی باید پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ په بانکې حساب کې د تضمین په بڼه بلاک کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.