کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، افغانستان او ایران پرېکړه کړې چې د ایران د درملو او طبي محصولاتو پرمختللې فابریکې به په افغانستان کې د درملو له تولیدي فابریکو سره په سهامي بڼه کار کوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره نن (چهارشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د دغې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له رییس دکتور حیدر محمدي سره لیدلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP