منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د ایران د درملو او طبي محصولاتو فابریکې به افغانستان کې د درملو تولیدي فابریکو سره په سهامي بڼه کار کوي»

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، افغانستان او ایران پرېکړه کړې چې د ایران د درملو او طبي محصولاتو پرمختللې فابریکې به په افغانستان کې د درملو له تولیدي فابریکو سره په سهامي بڼه کار کوي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره نن (چهارشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د دغې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له رییس دکتور حیدر محمدي سره لیدلي دي.

سرچینه کاږي، په دغه لیدنه کې محمدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو د سوداګرۍ، کیفیت، خوندیتوب او په دې برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، په یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د ایران د درملو او طبي محصولاتو پرمختللې فابریکې دې په افغانستان کې د درملو له تولیدي فابریکو سره په سهامي بڼه کار وکړي او د هغوی په وسیله دې د خپلو درملو او تجهیزاتو برانډونه تولید کړي.

سرچینه وايي، د درملو هغه داخلي فابریکې چې لېوالتیا لري د ایران د درملو او طبي محصولاتو فابریکو باندې خپل برانډ تولید کړي، د هغو په اړه هم خبرې وشوې.

د خوړو او درملو اداره زياتوي، په کتنه کې پر دې ټینګار وشو چې د ایران د درملو او روغتیايي محصولاتو فابریکې چې افغانستان ته د درملو او روغتیايي محصولاتو صادرات لري، یاده اداره به د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ته د هغو تاییدي ورکوي.

سرچینې څرګنده کړې، د یادو مواردو ترڅنګ د درملو کومه محموله چې غواړي افغانستان ته صادر کړي، د هغې اړین اسناد به د رسمي برېښنالیک له لارې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره شریکوي.

د يادې ادارې د معلوماتو پربنست، محمدي د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د خوړو او درملو ادارې د کارکوونکو د روزنې ترڅنګ به د ظرفیت لوړونې برخه کې هم همکاري وکړي.

سرچینې زياته کړې، عمر یاده کتنه کې د يادو توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار وکړ او ويې ویل، د خوړو او درملو کیفیت او خوندیتوب د خوړو او درملو ملي ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ پنځه ورځې مخکې (د غويي ۲۳مه) په رسمي سفر ایران ته تللی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا