کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، یاد هېواد د افغانستان د صادراتی او اړتیا وړ توکو لپاره یوه خوندي لاره او ښه مسیر دی او له دې لارې د کېدونکو انتقالاتو، ټرانزیټ او ترانسپورت لګښتونه دې کم شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (جمعه) په یوه ټويټ کې ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر او د ځمکنیو، هوايي، کښتۍ او اوسپنې پلټۍ انتقالاتو مسوول سره لیدلي دي.
سرچينې د ترکمنستان ترانسپورت وزير له قوله زیاته کړې چې د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو لپاره یې يوه دوه اړخيزه کمېټه جوړه کړې او پر اړتیا وړ مسایلو يې کار کړی.
په ورته وخت کې، عزیري د روسیې فدراتیف هېواد تاتارستان د تات نفت (د تیلو د استخراج، پراختیا او پروسس دولتي شرکت) له عمومي رییس نایل الفتوویچ ماګانوف سره وکتل.
په یاده لېدنه کې عزیري د افغانستان نفتي زیرمو په اړه معلومات ورکړل او هغه ته یې بلنه ورکړه چې د نفتي توکو په پراختیا، کانونو استخراج او تصفیه کې ونډه واخلي.
الفتوویچ ماګانوف هم خپل پور چمتووالی ښوولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست د روسیې د ۲۰۲۳ کال په نړۍواله اقتصادي غونډه کې هم ویلي چې افغانستان پر یوه صنعتي هېواد د بدلیدو لپاره بالقوه ظرفیت لري او کولای شي په سیمه کې پر یوه صنعتي مرکز بدل شي.
Views: 81