ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوداګرۍ وزیر: د ترکمنستان له لارې د ټرانزيټ او ترانسپورت لګښتونه دې کم شي

د سوداګرۍ وزیر: د ترکمنستان له لارې د ټرانزيټ او ترانسپورت لګښتونه دې کم شي

author avatar
19 May 2023 - 13:22
د سوداګرۍ وزیر: د ترکمنستان له لارې د ټرانزيټ او ترانسپورت لګښتونه دې کم شي
author avatar
19 May 2023 - 13:22

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، یاد هېواد د افغانستان د صادراتی او اړتیا وړ توکو لپاره یوه خوندي لاره او ښه مسیر دی او له دې لارې د کېدونکو انتقالاتو، ټرانزیټ او ترانسپورت لګښتونه دې کم شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (جمعه) په یوه ټويټ کې ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان د ترانسپورت له وزیر او د ځمکنیو، هوايي، کښتۍ او اوسپنې  پلټۍ انتقالاتو مسوول سره لیدلي دي.

سرچينې د ترکمنستان ترانسپورت وزير له قوله زیاته کړې چې د لا ډېرو اسانتياوو برابرولو لپاره یې يوه دوه اړخيزه کمېټه جوړه کړې او پر اړتیا وړ مسایلو يې کار کړی.

په ورته وخت کې، عزیري د روسیې فدراتیف هېواد تاتارستان د تات نفت (د تیلو د استخراج، پراختیا او پروسس دولتي شرکت)  له عمومي رییس نایل الفتوویچ ماګانوف سره وکتل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.