ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کولمبیا کې د الوتکې لوېدل؛ څلور ماشومان ۱۷ ورځې وروسته په ځنګله کې ژوندي وموندل شول

کولمبیا کې د الوتکې لوېدل؛ څلور ماشومان ۱۷ ورځې وروسته په ځنګله کې ژوندي وموندل شول

author avatar
19 May 2023 - 12:09
کولمبیا کې د الوتکې لوېدل؛ څلور ماشومان ۱۷ ورځې وروسته په ځنګله کې ژوندي وموندل شول
author avatar
19 May 2023 - 12:09

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د راپورنو له مخې، څلور ماشومان چې د کولمبیا د یوې الوتکې له لوېدو وروسته د امازون په ځنګلونو کې نادرکه شوي وو، ۱۷ ورځې وروسته په ځنګله کې ژوندي موندل شوي دي.

یورونیوز پرون (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې د کولمبیا مرستندویه ځواکونو یاد ماشومانون د چهارشبې پر ورځ ناوخته ژغورلي دي.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پترو هم د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «د پوځ له سختو پلټنو وروسته، هغه څلور ماشومان مو ژوندي موندلي چې د ګوویرا په سیمه کې د الوتکې له نسکوریدو وروسته نادرکه شوي وو. دا د هېواد لپاره د خوښۍ ځای دی.»

دا ماشومان وروسته له هغه وموندل شول چې پلټونکو سپیانون د ماشوم شیدو بوتل، یوه بیاتي، د وېښتانو بند او یوه اندازه نیمه خوړل شوې مېوې وموندلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.