ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: اسلامي امارت اقصی جومات ته د اسراییلیانو ننوتل او بې‌حرمتي غندي

مجاهد: اسلامي امارت اقصی جومات ته د اسراییلیانو ننوتل او بې‌حرمتي غندي

author avatar
20 May 2023 - 09:16
مجاهد: اسلامي امارت اقصی جومات ته د اسراییلیانو ننوتل او بې‌حرمتي غندي
author avatar
20 May 2023 - 09:16

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): اسلامي امارت اقصی جومات ته «د اسراییلیانو ننوتل او دغه جومات بې حرمتي» غندي، وایي  دغه کار د نړۍوالو اصولو خلاف دی او باید دا ډول کړنې ژر ودرول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «راپورونه مو ترلاسه کړل چې په غیرقانوني توګه مېشت اسرایيلیان د نظامي ځواکونو په حمایت یو ځل بیا مسجد اقصی ته ننوتلي او بې حرمتي يې کړې ده.»

هغه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د مقدسه اماکنو بي حرمتي پر کلکو ټکو غندي او هر څه ژر د دې چارې د درېدو غوښتنه کوي.

مجاهد زیاته کړې، پر بې دفاع خلكو او عبادت‌ځایونو تېری د انساني او نړۍوالو اصولو خلاف کار دی او داسې کړنې په ډاګه کوي چې «مظلوم او بې دفاع فلسطینی ولس د اسراییلي اشغالګر رژیم تر ظلم لاندې شپې ورځې تېروي. »

له دې مخکې هم  اسراییلي ځواکونو دغه جومات ته بې حرمتي کړې وه او د افغانستان په ګډون ډېرو اسلامي هېوادونو دغه کار غندلی و.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.