ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مطالعې فرهنګ دودول؛ د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ایښي

د مطالعې فرهنګ دودول؛ د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ایښي

author avatar
23 May 2023 - 17:36
د مطالعې فرهنګ دودول؛ د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ایښي
author avatar
23 May 2023 - 17:36

سرپل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې فرهنګ او کتاب لوستنې د ودې په موخه زرګونه ټوک کتابونه په داسې حال کې نندارې ته وړاندې کړي چې د دغه ولایت فرهنګیان او ځوانان د داسې پروګرامونو د دوام غوښتنه کوي.

دغه نندارتون د کتاب اونۍ په مناسبت د کتاب‌لوستنې تر عنوان لاندې د سرپل د عامه کتابتون په تالار کې د ۱۵ ورځو لپاره جوړ شوی دی.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ایام‌الدین یولداش وویل چې د غویي میاشتې وروستۍ اونۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د کتاب اونۍ په نوم نومل شوې او هر کال یې د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتاب اونۍ په نوم نمانځي.

هغه زیاته کړه: «موږ اته زره کتابونه د سرپل د عامه کتابون په تالار کې د کتاب‌لوستنې تر عنوان لاندې تر ۱۵ ورځو پورې نندارې ته وړاندې کړي، له نېکه ‌مرغه د یاد نندارتون ګډونوال فرهنګیان، محصلین، زده‌کوونکي او حکومتي کارکوونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.