ګردېز (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند په سپينه شګه سیمه کې نن د سرپنټین ډبرو د کان د استخراج چارې پيل شوې.
د یاد ولایت چارواکي وايي، دغه کان به د ولایت د عوایدو په ډېرېدو او اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.
د پکتیا مرستیال والي انعامالله صلاحالدین وویل: «د سرپنټين ډبرو دغه کان يوه افغاني شرکت ته په قرارداد ورکړل شوى چې د یو ټن په مقابل کې به ۲۴۰۰۰ افغانۍ دولت ته ورکول کېږي.»
نوموړي وويل، د یاد کان استخراج د ولایت په کچه د عوایدو پر ډېرېدو او اقتصادي وده کې مثبت اغېز لرلی شي او خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د صلاحالدين په خبره، د پکتيا په نورو سيمو کې هم ډول ډول کانونه موجود دي چې په تدريجي ډول به يې د استخراج چارې پيل شي.
د پکتيا ولايت اوسېدونکي د کانونو د قانوني استخراج له امله خوښي ښيي او له دولته غواړي چې د سيمې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
د ځاځي اريوب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: «زموږ په ولايت کې د بېلابېلو موادو معدنونه موجود دي، له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې په قانوني بڼه يې استخراج کړي، له يوې خوا په ملي بودجه کې زياتوالى راشي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمينه برابره شي.»
د نوموړي په خبره، اړوند وزارت بايد په بېلابېلو سيمو کې سروې وکړي، ځکه چې په پکتیا ولایت کې نور کانونه هم موجود دي خو پلټل شوي نه دي.
د يادونې ده، يوه مياشت وړاندې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې هم د کرومايټ ډبرو يوه کان د استخراج چارې پيل شوې وې.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن