کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیزي، له نړۍ سره په تعامل کې نرمي وکړي، د ولس ملاتړ خپل کړي، د حکومتولۍ لپاره قوانین جوړ کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.
دغهراز هغوی پر ملي اجماع د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کوي چې د ټولو شته ستونزو لپاره دې لویه جرګه جوړه شي او د سپین بیرغ ترڅنګ دې درې رنګه بیرغ هم وي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، نظام د خلکو غوښتنو ته رسېدنه کوي، څېړي یې او هره غوښتنه چې عملي کېده، عملي کوي یې.
د خلکو غږ
پژواک خبري اژانس د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» خپرونه پیل کړې او له دې لارې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر چارواکو رسوي.
د دې خپرونې په لومړۍ برخه کې مو د فیسبوک او ټویټر له لارې له خلکو وغوښتل چې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یې تر ټولو مهمه غوښتنه څه ده؟
تر اوسه څه باندې ۱۴۰۰ کسانو د وټساپ، فېسبوک او ایمیل له لارې په لیکلې، غږیزه او ویډیویي بڼه دغې پوښتنې ته ځواب ویلی. دغه پوښتنه پر فېسبوکپاڼه نږدې ۵۰۰۰ کسانو خوښه کړې او پر تویټرپاڼه هم نږدې ۵۵۰۰ کسانو لیدلې ده.
په دغه راپور کې مو د سیاسي مسایلو او د نجونو د زدهکړو په اړه د خلکو په لیکلې بڼه غوښتنې او وړاندیزونه راټول کړي دي.
سلګۍ همت له خوست ولایت څخه لیکلي: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې د طالبانو په راتګ د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بند شول، زه او زما کوچنۍ خور دواړه له زدهکړو کولو پاتې شوو، خور مې له لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې اول نومره راغلې وه او زما د شپږم سمستر ته یوازې دوه امتحانونه پاتې وو چې د پوهنتونونو دروازې پر موږ وتړل شوې، له هغه وروسته مې له ژوند کولو څخه زړه تور شو، په خپل جنسيت پښېمانه یم چې کاش زه نجلۍ نه وای او که نجلۍ وای نو کاش چې په افغانستان نه کې نه وای زېږېدلې.»
نوموړې لیکلي، هغه او خور یې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له بندېدو یوه میاشت وروسته د زدهکړو بشپړولو لپاره له خپلې کورنۍ سره متحده عربي اماراتو ته تللې او اوس هلته زدهکړې کوي.
هغې لیکلي: «زه سرپرست حکومت ته سوال زارۍ کوم، لمن ورته نیسم چې نور زموږ پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، حکومت د ستاسې مبارک وي، موږ هېڅ اعتراض نه لرو، موږ یوازې د پوهنتونونو او ښوونځيو خلاصېدل غواړو، د تعليم کولو حق موږ ته الله (ج) راکړی نو ولې يې تاسو را څخه اخلئ، ګناه مو څه ده؟»
همت لیکلي: «که خبره د حجاب وي، موږ هېڅ ستونزه نه لرو، موږ مخکې هم حجاب کې پوهنتون او ښوونځي ته تلو او اوس به هم ځو، څه ډول حجاب چې ستاسو خوښ وي، موږ به هماغسې کوو، خو د خدای لپاره د میلیونونو انسانانو زړونه مه ورماتوئ، د انسان زړه د کعبې د ړنګېدو څخه زیاته ګناه لري، خو تاسو د میلیونونو انسانانو زړونه مات کړل، دغه ازار به چېرته ځي؟ موږ په پردي وطن کې خوشحاله نه یو، خو له مجبورۍ پکې وخت تېروو، که چېرته افغانستان کې پوهنتونونه او ښوونځي بېرته ته خلاص شي، موږ بېرته افغانستان ته ځو او هلته خپلې زدهکړې کوو.»
هغې لیکلي، غواړي په راتلونکي کې ډاکټره شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.
غلاممحمد جلالزي لیکلي چې له سرپرست حکومت څخه یې تر ټولو لویه او ستره غوښتنه دا ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
لعل مرجان ځدران بیا ویلي: «ایا دوی خبر یا پوه نه دي چي ملت او دا هېواد له کومو ستونزو سره مخ دی، دوه کاله تقریبا پوره کېږي، چیغې ورته وهي چی د نجونو تعلیم او پوهنتونونه خلاص کړئ، له نړۍ سره تعامل کې نرمي وکړئ، ملت له لوږې بیمار پروت دی، چا ومنله؟ یو هېواد چې پر ځان بسیا کېږی هغه تعلیم دی او دلته نیم قشر له تعلیم څخه محروم دی.»
فهیم پياوړي بیا د نجونو د زدهکړو په اړه پوښتنه کړې: «ایا څوک شته چې د افغاني کلتور له څېرې ګرد لرې کړي او د بدحاله ملت سکوت ته ژبه ورکړي؟»
هغه لیکلي: «یو هېواد چې پر ځان بسیا کېږی هغه تعلیم دی او دلته نیم قشر له تعلیم محروم دی، ورځې په اوونۍ، اوونۍ په میاشتو او میاشتې په کلونو واوښتې، خو د افغاني خویندو د تعلیم موضوع هماغه ډول په تیاره زندان کې بندي ده، هېڅ یې دوسیه نه څېړل کېږي چې په کوم جرم او د څومره مودې قید پرې ختلی دی.»
نوموړي اسلامي امارت ته لیکلي: «له نړۍ سره تعامل کې نرمي وکړئ، مکاتب او پوهنتونونه خلاص کړئ، دا چې اوبه زموږ ملي شتمني ده او د بشري ژوند د پرمختګ اساس دی، اوبه مهار کړئ. څومره چې زموږ د وطن حیاتي ماده (اوبه) مهارېږي هغومره مو ورسره حیات تضمینېږي.»
د فرمانالله په نوم یوه کس بیا لیکلی: «لومړۍ او ډېره مهمه غوښتنه مې دا ده چې د نجونو تعلیم دې بیا پيل شي، که طرحه وه، که پلان او که بله ستونزه اوس باید حل شوی وای، موږ ته شک لوېږي چې د امر ثاني په پلمه د نجونو د تعلیم دایمي مخنیوی شوی، که نه وي بیا ولې ملت ته روښانه ځواب نه ورکول کېږي، کله یې فرهنګي او کلتوري ستونزه بولي، کله د نصاب او حجاب خبره کېږي؛ زه وایم که اوسني چارواکي دروغ نه وايي، دغه پورته یوه ستونزه هم نشته، نه نصاب کې مشکل شته او نه حجاب کې، بلکې ستونزه خپله د دوی په ذهن کې ده چې دوی پرې ملامت دي نه ملت، د زدهکړو برخه کې نور خنډ او ځنډ لوی خیانت دی.»
ده لیکلي، دویمه غوښتنه یې دا ده چې اوسني چارواکي دې د افغانستان ملي بيرغ بېرته ومني او پورته یې دې کړي؛ ځکه ملي بیرغ د کومي ډلې، ګوند او سیمې نه دی، بلکې د ټولو افغانانو شریک ملي هویت دی، سپين بیرغ دې هم وي د حاکم دولت په څېر او ملي بیرغ دې هم په خپل ځای وي، ځکه ملي بیرغ د اکثریت ملت اساسي غوښتنه ده.
فضل صمیمي هم لیکلي، له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه دا ده چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، د حکومتولۍ لپاره قوانین جوړ کړی او کار د کار اهل ته وسپاري.
قدرتالله مقصودي بیا لیکلي چې اسلامي امارت دې خپل حکومت له سرپرستۍ څخه وباسي، لویه جرګه دې جوړه کړي او ځیني نور موضوعات هم شته دي چې باید ژر حل شي؛ کنه راتلونکي کې به ډېرې بدې پایلې ولري.
هغه لیکلي: «لویه جرګه کې باید په دې موضوعاتو خبرې وشي، اول د سرپرست حکومت وخت وټاکل شي، دوهم بايد د ظاهرشاه د وخت اساسي قانون پلی کړی شي، درېیم د نجونو په مکتب به د اسلام په رڼا کې دروازې وازې شي، څلورم د بيرغ موضوع ډېره مهمه ده بايد خبرې پري وشي، ما ډېر هېوادونه ليدلي چې وحدت یې له يوه بيرغ سره دی، تغيیر او تبديل یې د يو ملک قومونه او خلک سره وېشي، که يو بيرغ وي او يو قانون، نو ټول به يو وي، سپين بيرغ محمدي بيرغ ی، مګر ملک ځانته بيرغ، کلتور او قانون هم لري، نه شو کولای چې دا هر څه تر پښو لاندې کړو.»
یوه بل کس چې نوم یې نه دی ښودلی، لیکلي: «تر ټولو مهمه غوښتنه مو د افغانستان له اسلامي امارت نه دا ده چې له نړۍ سره د تعامل په ځای، باید ولس سره تعامل وشي او مشروعي غوښتنې یی باید ومنل شي، له ولس سره دې راتلونکي پلانونه شریک شي.»
د هغه په اند، کوم نظام چې د عام ولس ملاتړ له ځان سره ولري، هغه بیا ورځ تر بلې پياوړی کېږي او څوک یې نه شي ماتولی او که چېرې نظام له ولس سره واټن پيدا کړ، بیا د کمزورۍ خواته روانېږي.
ډاکټر امیري لیکلي: «په اوسني عصر کې تعلیم د ښځو لپاره یوه ضروري اړتیا ده، په ځانګړي ډول په روغتیايي برخو کې چې ښه مثال یې دې وړمه ورځ کې د ترکمنستان حکومت څخه افغانستان ته د درې قابله ډاکټرانو راتلل وو، نو له حکومته غواړو چې ژر تر ژره د ښځو زدهکړو ته زمینه برابره کړي او د نجونو پر مخ د مکتب او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
حامدخان بیا لیکلي: «نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ، عصري تعلیم ته ډېره توجه وکړئ، مشر دې راښکاره شي، درې رنګه بېرغ استعمال کړئ.»
د محبالله په نوم یو بل کس له اسلامي امارت څخه غوښتي چې کار اهل کار ته وسپاري، د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي، ښځو ته د کار اجازه ورکړي، له بیتالمال څخه شخصي ګټې وا نهخلي، ملي سرود ته او ملي بیرغ ته درناوی وکړي، اساسي قانون جوړ کړي او مزاجي نه بلکې حقیقي شریعت پلی کړي.
د انجینر محمدحکیم په نوم یوه کس لیکلي، غوښتنه یې دا ده چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي، د فساد مخنیوی وشي، د حکومتدارۍ لپاره دې بنسټيز کارونه وشي او اسلامي امارت دې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي.
فضلالرحمن فضلي چې ځان یې د مرکزي بغلان اوسېدونکی معرفي کړی، لیکلي: «له هر څه مخکې په کور دننه ملي اجماع رامنځته کول او هغه واټن له منځه وړل اړین دي چې د سلګونو مترو په اندازه و او اوس زرګونه مترو ته رسېږي او ورځ تر بلې یاد واټن زیاتېږي… او د خلکو مشروع، قانوني او اسلامي غوښتنې د اسلام په چوکاټ کې ورکول مو بله غوښتنه ده، ترڅو ولس ځان د دې نظام وګڼې، ځکه همدا ملتونه دي چې حکومتونه رامنځته کوي.»
هغه وایي چې ادارې دې مسلکي شي، ګومارنې دې د تخصص او وړتیا له مخې وشي، زدهکړو ته دې ډېره پاملرنه وشي.
نوموړي دا هم لیکلي چې ښځو ته دې په اسلامي چوکاټ کې د کار، تعلیم او زدهکړو زمینه برابره شي.
هغه زیاتوي چې ښځو ته د خدای (ج) او رسول (ص) ورکړی حق باید د سیاسي موخو ښکار نه شي.
د خالد شمس په نوم یو کس لیکلي: «ترټولو لویه غوښتنه مې دا ده چې د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص شي، زه د یوه پلار په توګه له اسلامي امارت څخه غواړم چې دغه مکتبونه خلاص کړي، نجونو ته بیخي رواني تکلیف پيدا شوی او دا یې انساني حق هم دی.»
د غني په نوم یوه بل کس لیکلي چې له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه دا ده چې تر بل هر کار لومړی دې د ښځو د تعلیم او کار اجازه ورکړي؛ ځکه چې دغه کار به له حکومت سره مرسته وکړي تر څو په کور دننه یې ملاتړ زیات شي او هم به ورسره په رسمیت پېژندلو کې مرسته وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.
هغه د پژواک د «خلکو غږ» خپرونې په اړه وویل: «دا خو د خلکو غوښتنې دي، نظام به یې واوري، بررسي به وکړي، هره غوښتنه چې عملي کېده هغه به عملي کړي، موږ د خلکو له غوښتنو سره ستونزه نه لرو، خلک به تقاضاوې لري، امارت هم کوشش کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP