ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

زابل کې له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

author avatar
25 May 2023 - 12:59
زابل کې له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه
author avatar
25 May 2023 - 12:59

کلات (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یا یونیسف له خوا نن د دغه ولایت په کچه له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري مرستیال مولوي محمدنسیم نصیر پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د یونیسف له خوا د دغه ولایت په کچه له لومړي تر شپږم ټولګيو له ۵۰ زره زده‌کوونکو سره د قرطاسیې مرسته شوه.»

هغه زیاته کړه، زده‌کوونکو ته د قرطاسیې د ورکړې په برخه کې لا هم مرستو ته اړتیا لري او په وینا يې، هڅه کوي چې دا اړتیا پوره کړي.

نوموړی وايي، په یو شمېر ښوونځيو کې درسي کتابونه هم کم دي او دغه ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې څو یوه حل‌لار ورته پيدا کړي.

بلخوا زده‌کوونکي وايي، خوښ دي چې د قرطاسيې مرسته ورسره شوې خو د کتابونو له کمښت سره مخ دي.

د مرکز کلات اوسېدونکی منیراحمد وايي: «موږ اوس هم پوره کتابونه نه لرو او هیله ده چې د پوهنې وزارت دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

د یاد ولایت د مرکز اړوند ترنک لېسې زده‌کوونکي رحمت‌‌الله هم وویل: «په ډېری ښوونځيو کې درسي کتابونه کم دي او دا د زده‌کوونکو پر زده‌کړو منفي اغېزه کوي.»

هغه زیاته کړه چې حکومت باید د پوهنې برخې ته پاملرنه ډېره او د کتابونو د کمښت ستونزه دې حل کړي.

د زابل د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا سل زره ماشومان په ښوونځيو او دیني مدرسو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

Views: 48

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.