ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شول»

«عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شول»

author avatar
26 May 2023 - 15:55
«عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شول»
author avatar
26 May 2023 - 15:55

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د دغه هېواد مخکینی لومړی وزير عمران، د هغه مېرمن او د هغه د ګوند لسګونه کسان ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي؛ خو عمران خان بيا وايي، بهر ته د سفر کوم پلان نه لري.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د تېرې غویي مياشتې په ۱۹مه، د فساد په یوه قضیه کې په اسلام‌اباد کې محکمه کې دننه د ځانګړو نیمه پوځي (رینجر) ځواکونو له لوري په داسې حال کې ونیول شو چې پرې لګېدلی تور یې رد کړ.

خو د اسلام‌اباد عالي محکمې (د غويي په ۲۲مه) عمران خان بيا د دوه اونيو لپاره په ضمانت خوشی کړ.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي، د دغه هېواد د ايالتي او فدرال دولت بېلابېلو بنسټونو په ځانګړي ډول د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې، د ځواب ورکولو ملي ادارې او د پاکستان پوليسو د عمران خان د ممنوع‌الخروجۍ غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.