ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال په هېواد کې د سپیانو داړلو ۳۳ زره پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت: تېر کال په هېواد کې د سپیانو داړلو ۳۳ زره پېښې ثبت شوې دي

author avatar
31 May 2023 - 16:08
د عامې روغتیا وزارت: تېر کال په هېواد کې د سپیانو داړلو ۳۳ زره پېښې ثبت شوې دي
author avatar
31 May 2023 - 16:08

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت مسوولین د سپيانو داړلو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، په هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره کافي بودجه او واکسین نشته.

د لیوني سپي ناروغي یوه له ویروسي ساري او زیونوز (د انسان او حیواناتو ترمنځ ګډ) ناروغیو څخه ده چې د شدید مغزي التهاب لامل کېږي. دغه ویروس کولی شي چې د انسانانو په ګډون، ټولو ګرم ‌وینې لرونکو حیواناتو کې ناروغۍ رامنځته کړي. ویروس پر لیوني سپي ناروغۍ اخته حیوان د خولې له لعاب څخه د داړلو له ځایه بدن ته ننوځي، په عضلاتو کې د انتهايي اعصابو لوري ته ځي او تکثیر کېږي؛ د نه درملنې او واکسین نه اخیستلو په صورت کې د اخته کس مړینه حتمي کوي.

د یادونې ده، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ډېر شمېر کوڅه‌ډب سپيان تر سترګو کېږي خو په دوی کې لیوني سپي هم شته.

د سپيانو داړلو پېښو ډېرېدل

د عامې روغتیا وزارت د زیونوز ناروغیو عمومي مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې د سپيانو داړلو پېښې په ټولیز ډول ۳۳۰۸۹ کسانو ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، په ثبت شوو شمېرو کې ۱۵۴۲۱ نارینه، ۶۶۲۱ ښځینه او ۱۱۰۴۷ ماشومان شامل دي.

هغه زیاتوي، د سپيانو داړلو ثبت شوو پېښو کې کابل د ۳۶۴۷ پېښو په لرلو سره لومړی، ننګرهار د ۳۴۰۲ پېښو سره دویم او پکتیا له ۳۳۷۱ پېښو سره درېیم کتار کې ځای لري.

که څه هم هغه د روان کال پېښو په اړه معلومات ورنکړل خو ویې ویل: «په وروستیو کلونو کې د سپيانو داړلو پېښې ډېرې شوې دي؛ ځکه چې د دغې ناروغۍ او سپیانو په اړه د خلکو د پوهې کچه کمه ده.»

بلخوا، په کابل ښار کې د انتاني روغتون واکسیناتور محمدفرید واثق په کابل ښار کې د سپيانو داړلو پېښو ډېرېدو خبره کوي او وايي، په دغه روغتون کې د روان کال د وري له لومړۍ نېټې راهیسې د سپیانو داړلو ۱۲۸۶ پېښې ثبت شوې دي.

خو سرچینې څرګنده کړه چې تر اوسه د سپي داړلو له امله د مړینې پېښو شمېر په یاد روغتون کې نه دی ثبت شوی.

د واکسین برخه کې د بودجې او مرستو کمښت

د عامې روغتیا وزارت د زیونوز ناروغیو عمومي مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزی وايي، په تېر حکومت کې د واکسین لپاره کافي بودجه موجوده وه.

نوموړي زیاته کړه: «د جمهوریت پر مهال به مو په کلني ډول ۲۰ زره ویال واکسین پېرل او دولتي مرکزونو ته مو لېږل.»

خو د هغه په وینا، اوس په دې برخه کې بودجه او د نړۍوالې ټولنې مرستې کمې شوې دي، ان په ۱۴۰۱ کال کې د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو‌ایچ‌او) د عامې روغتیا وزارت ته د لیوني سپي یا ربیس ۹ زره ویال واکسینو مرسته کړې وه چې روغتیایی مرکزونو ته ووېشل شول او ناروغانو ته تطبیق شوي دي.

سرچینه وایي، د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري مرسته شوي واکسین کافي نه دي؛ ځکه دغه شمېر واکسین یوازې دری زرو کسانو ته بسنه کوي.

ستانکزی وایي، د عامې روغتیا وزارت د سپيانو داړلو واکسین برخه کې د بودجې اخیستلو لپاره له روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف سره خبرې کړې خو ونه توانېد چې د اړتیا وړ بودجه ترلاسه کړي.

د کابل ښار د انتاني روغتون واکسیناتور محمدفرید واثق وایي، په دغه روغتون کې په کافی اندازه واکسین شته او ټولو ناروغانو ته په وړیا ډول تطبیق کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سپي ډارلو لپاره درمل او واکسین د جک (د افغانانو ظرفیت او پوهې کچې لوړولو) غیردولتي موسسې له لوري مرسته شوي دي.

همداراز د ملي کتلوي معافیت ریاست یو بل واکسیناتور تواب وایي، په دغه ریاست کې زیانمنو خلکو لپاره د سپي داړلو واکسین شته او ناروغانو ته په وړیا ډول تطبیق کېږي.

په ورته مهال، د کابل ښار په مرکزي پولي کلینیک کې یو واکسیناتور وایي، په دغه کلینیک کې په کافي اندازه واکسین شته، خو سیروم یې باید د ناروغ پایواز له روغتون څخه بهر وپېري.

پر ربیس (لیوني سپي) ناروغۍ د اخته کسانو خپلوان: په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو له وړاندې کولو راضي یو.

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د واکسین برخه کې د بودجې او مرستو د کمښت خبره کوي، خو هېوادوال په روغتیایي مرکزونو کې د وړیا خدمتونو له وړاندې کولو خوښ دي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې یوې اوسېدونکې مریم پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه اونۍ وړاندې یې زوی لیوني سپي ډارلی و چې د واکسین تطبیقولو لپاره یې د کابل ښار انتاني روغتون ته راوستی دی.

مریم وویل: «نن درېیم وار دی چې زوی مې واکسین شو، اووه ورځې وړاندې یو کوڅه‌ډپ سپی له کوڅې څخه زموږ انګړ ته راننوت او پر زما ماشومانو یې حمله وکړه، یوازې یو زوی مې ډېر ژوبل شوی و، ډاکټر ته مې راوست.»

هغه چې په یاد روغتون کې د سپي داړلو واکسین له وړیا وېش څخه خوشحاله وه زیاته یې کړه: «که په دغه روغتون کې واکسین وړیا ونه وېشل شي، موږ یې په شخصي روغتون کې د پېرلو وس نه لرو؛ ځکه چې ډېر قیمته دي.»

د کابل ښار د ارزان قیمت سیمې یو اوسېدونکی محمد چې د سپي ډارلو له امله په لاهوري دروازه کې د کتلوي معافیت د سپي ډارلو واکسین څانګې ته راغلی وايي، یوه اونۍ وړاندې یوه لیوني سپي په کوڅه کې حمله پرې وکړه او لاس یې ټپي شو.

هغه په یاده برخه کې د وړیا خدمتونو له وړاندې کولو خوښ و او زیاته یې کړه: «نن د واکسین وروستی دور دی، که له دولتي روغتون بهر واکسین وکړو نو څلور دوزه یې اته زره افغانۍ کېږي چې ډېر ګران بیه دي او موږ خلکو ته چې له اقتصادي ستونزو کړېږو، د یادو پیسو پوره کول سخت دی.»

د هغه په خبره، یو کال مخکې یې یو وراره سپي داړلی و خو په دولتي روغتونوو کې یې درملنه نه کېده او په یوه شخصي روغتون یې واکسین کړ چې په هره دوره کې به یې ۳۸۰۰ افغانۍ ورکولې.

د یادونې ده، د سپي داړلو واکسینو بیه د شخص وزن او عمر ته په کتلو توپیر لري.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکي جلیل ‌احمدي وویل: «۲۰ ورځې مخکې د شپې دوه‌نیمې بجې وې چې شپږ سپيان راباندې راغلل، په لاس یې وداړلم او له نېکه‌مرغه ورور مې انتاني روغتون ته بوتلم او واکسین یې راکړ، تر اوسه شکر ښه یم او نن مې پنځمه دوره واکسین ولګول.»

د هغه په وینا، په خصوصي روغتون کې یې د درملنې توان نه درلود او په دغه روغتون کې یې د وړیا خدمتونو واړندې کولو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «د دغه روغتون له خدماتو ډېر راضي او خوښ یم، ځکه هېڅ پیسې یې رانه وانه خیستې او ټول خدمتونه یې وړیا وو.»

نوموړی هغه کسانو ته چې له سپي داړلو ستونزې سره مخ ‌کېږي داسې سپارښتنه کوي: «هغه کسان چې د لیوني سپي له لوري داړل کېږي، غواړم چې د دې پرځای چې شخصي روغتون ته لاړ شي او ډېرې پیسې ورکړي، دولتي روغتونونو ته مراجعه وکړي چې وړیا درملنه یې وشي.»

هېوادوال له ښاروالۍ غواړي چې د لیوني سپيانو په راټولولو کې جدي اقدامات وکړي.

د کابل د کارته‌نو سیمې اوسېدونکی ګل‌احمد په دغه سیمه کې د کوڅه‌ډبو سپیانو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، د لیوني او کوڅه‌ډبو سپو ترمنځ توپیر ډېر ستونزمن دی.

هغه له کابل ښاره د لیوني او کوڅه‌ډبو سپیانو د ټولولو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «که مخنیوی یې ونه شي، ښايي ناورین رامنځته شي، کوڅه‌ډب سپيان هم ګواښ رامنځته کولی شي، خو لیوني سپیان خطرناک دي.»

په ورته مهال، د کابل د قلعه ‌‎زمان‌خان اوسېدونکې فاطمه د ښار په داخل کې د لیوني او کوڅه‌ډبو سپیانو پر ډېرېدو اندېښمنه ده او وايي، درې کاله مخکې یې مور لیوني سپي داړلې وه.

هغې زیاته کړه: «زموږ په کوڅو کې سپيان بیخي ډېر دي، وېرېږو چې لیوني سپیان په‌کې نه وي.»

هغه د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو د سپیانو راټولولو غوښتنه وکړه.

ښاروالي: د سپیانو شنډوالي او راټولولو برخه کې زموږ عملیات روان دی.

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل چې کابل ښاروالي په مشخص ډول د سپیانو شنډولو برخه کې د کابل په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

هغه په ټینګار سره وايي، د دغې ادارې ټېمونه هره ورځ د کابل ښار په مختلفو ناحیو کې د لیوني سپیانو په شنډولو او کوڅه‌ډبو په راټولولو لګیا دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په ټول کابل ښار کې خلکو ته زیان اړوونکي سپیان راټولوو او ځانګړې‎ مرحلې یې ترسره کوو او وروسته له منځه وړل کېږي، خو د کابل په ټولو ناحیو کې د لیوني سپیانو کنټرول دوام لري.»

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.