میدانښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد داوود طیب پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ د شنیز درې په هفت آسیاب سیمه کې د نشهيي توکو يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
هغه وویل، په یاده کارخونه کې ۲۷۴ کیلوګرامه ژوندۍ چینه، دوه نیم کیلوګرامه شیشه، ۱۰ لېتره تېزاب، ۱۳ خالي بېرله او د نشهیي توکو د کارخونې اړوند نور وسایل ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده، يوه میاشت وړاندې هم د یاد ولایت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۹۰۸ کیلوګرامه نشهیي توکي له منځه وړل شوي وو.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن