Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې ۲۰ ټنه اومان کشف او له منځه وړل شوي

بامیان (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان مسوولین وايي، د دغه ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې ۲۰ ټنه اومان بوټي –چې د نشه‌يي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي- کشف او له منځه وړل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک ته وویل، تېره ورځ امنیتي ځواکونو په یو لړ کشفي عملیاتو کې د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ په «هزار چشمې» سیمه کې ۲۰ ټنه اومان بوټي کشف کړي او له منځه یې وړي دي.

د هغه په خبره، دغه بوټی تر ډېره د نشه‌یي توکو لکه ښیښې او کراک په پروسس کې کارول کېږي.

رسا زیاته کړه چې تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

هغه وویل، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر اساس د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق او کارول د اسلامي شریعت او اصولو خلاف عمل دی چې له عاملینو سره یې قانوني چلند کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.