ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درولو د یونیسف اندېښنه

افغانستان کې د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درولو د یونیسف اندېښنه

افغانستان کې د زده‌کړو برخه کې د فعالو موسسو د فعالیت پر احتمالي درولو د یونیسف اندېښنه
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زده‌کړو په برخه کې د نادولتي سازمانونو د فعالیت له احتمالي درېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، یونیسف ویلي، که د دغو سازمانونو فعالیت ودرول شي، د ۳۰۰ زره نجونو په ګډون به څه باندې ۵۰۰ زره افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شي.

یادې ادارې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې ماشومان د زده‌کړو له حقه محروم نه کړي.

رویټرز لیکلي، یونیسف نن (پنجشنبې) ویلي چې دوی د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره خبرې کوي چې ایا نړۍوال سازمانونه له یادې احتمالي پرېکړې مستثنا دي او که نه؛ ځکه دغه کار سلګونه زره زده‌کونکي اغېزمن کولای شي.

دغه اندېښنې وروسته له هغه راولاړې شوې چې له تېرې ورځې راهیسې په دې اړه د یو ناپېژانده کس غږ په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شو.

یاد کس چې ظاهراً یې خبرې د یوه چارواکي په څېر دي، وایي: «کوم موسسات چې خارجي موسسات دي، یعنې مطلب نړۍوال موسسه، داخلي تر اوسه پورې څه نه وایو ورته، خو خارجي چې څومره موسسات دي چې هغه په تعلیم او تربیه کې په هر ډول فعالیت ولري؛ یعنې په ساحه کې د خارجي موسسې په نوم فعالیت ولري، د پوهنې وزارت اړوند، هغوی راوغواړئ، ورته ووایئ چې تاسو خپل فعالیتونه په یوه میاشت کې بند کړئ او پروژې مو له وزارت معارف سره په توافق باندې داخلي بنسټونو ته واړوئ او ستاسو نور فعالیت بند دی، یوه میاشت وخت دی ورته، دا به تاسو ورته شفاهي ووایئ، بیا چې د دوی غږ کله راپورته شي، بیا به که خدای کول د وزیر صاحب په امضا باندې مکتوب درشي، دا که آغاخان ده، که مسلمانه موسسه ده که غیر مسلمانه ده، ټولو ته ووایئ، دغه فیصله پورته شوې ده، فیصله خو داسې شوې ده چې داخلي فعالیتونه هم اکثریت بندوي، خو که شرایط ومني بیا یې نه بندوي، چې هغه شرایط  د وزارت معارف لوګو، د دوی خپلې لوګو نه ځړول، دا د داخلي موسسو لپاره، که یې منل بیا به اجازه ورکړو، که یې نه منل بیا به هغه هم بند کړو، خو خارجي موسسې چې د پوهنې وزارت په برخه کې هر ډول فعالیت کوي، ټولې راوغواړئ، ورته ووایئ چې په یوه میاشت کې خپل فعالیت ودروي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې د دې ادارې په ګډون له ۷۶ موسسو څخه چې د پوهنې په برخه کې کار کوي، غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

هغه وایي، تر اوسه ورته دغه خبره په شفاهي ډول شوې او ښایي چې په دې اړه رسمي مکتوب هم خپور شي.

د هغه په وینا، له دوی غوښتل شوي خپل اړوند وسایل ټول داخلي موسسو ته وسپاري او خپلې چارې ودروي.

هغه د ۷۶ هغو موسسو نوملړ هم له پژواک سره شریک کړ چې په افغانستان کې د پوهنې وزارت اړوند برخو کې کار کوي.

د ترکیې د معارف بنیاد هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

یو کس چې په کابل ښار کې د ترکیې معارف بنیاد کې کار کوي، وایي چې د دوی په دفتر کې هم دا ډول ګنګوسې شته.

هغه وویل: «په نورو ورځو کې به زموږ په دفتر کې ډېر ترکي مشران وو، خو له تېرې ورځې راهیسې وضعیت داسې بل ډول دی؛ مشران ټول په جلسو او غونډو مصروف دي، خو څوک دقیق معلومات نه ورکوي چې څه خبره ده.»

دی وایي، په دې اړه تر اوسه دوی ته د ترکیې مشرانو له لوري څه نه دي ویل شوي.

دغه موضوع مو تېره ورځ د اسلامي امارت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره هم شریکه کړه.

مجاهد وویل: «معارف وزارت په دې مورد باندې معلومات لري، موږ ته یې معلومات نه دي رسېدلي، بیا هم که پلټنه وشي او معلومات راورسېدل بیا به یې له تاسو سره شریک کړو.»

دا موضوع مو د پوهنې وزارت له یوه چارواکي سره هم شریکه کړه، خو هغه وویل چې په دې اړه باید ویاند څرګندونې وکړي، خو دا مهال دغه وزارت ویاند نه لري.

[/restrict]

Visits: 268

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.